د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

چين په پاکستان کې د لسګونو ملياردو ډالرو پانګونه کوي


د چین ولسمشر پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په دې هېواد کې د لسګونو میلیارد ډالرو پانګونې اعلان کړى او له پاکستانيو چارواکيو سره يې د ٥١ پرمختيايي پروژو تفاهم ليکونه هم لاسليک کړي دي.

د چين ولسشمر شي جين پينګ چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر د دې هېواد پايتخت اسلام اباد ته راغلى؛ د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان له صدراعظم نواز شريف؛ ولسمشر او د پوځ له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره وکتل او په دوه اړخيزو سياسي؛ اقتصادي، دفاعي او ستراتېژيکي اړيکيو سربېره يې ورسره په سيمه ييزو اړيکيو هم خبرې وکړې.

دا په تېرو نهو کلونو کې پاکستان ته د چين د ولسمشر لومړى سفر دى چې هدف يې په دې هېواد کې پراخه پانګونه او د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړولو بنسټ ايښودل دي.

د دغې پانګونې ډېری برخه به د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په جوړېدو ولګول شي چې د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې ګوادر بندر د عربو سمندر څنډه د چین لوېدیځ کې د سینګیانګ له سیمې سره تړي.

د چين ولسمشر په اسلام اباد کې له نواز شريف سره تر ليدنې وروسته يوې ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې له پاکستان سره يې اړيکي د حکومت د بهرنۍ پاليسۍ په سر کې ځاى لري او اسلام اباد ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو لا پياوړي کول دي.

نوموړي همداراز د ترورېزم په مخنيوي کې د پاکستان هڅې وستايلې او ويې ويل چې په دې لړ کې به له پاکستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.

په عين حال کې د پاکستان صدراعظم نواز شريف خبري غونډې ته د وينا پر مهال پاکستان ته د چين د ولسمشر سفر تاريخي وباله او او ويې ويل چې له شي جين پينګ سره يې په خپلمنځي اړيکيو سربېره په سيمه ييزو مسالو هم خبرې وکړې.

نوموړي همداراز د چين-پاکستان اقتصادي لارې جوړېدل نه يواځې د پاکستان؛ بلکې د چين او د سيمې د نورو هېوادونو لپاره ګټور او د سيمې د امنيت او ثبات لپاره ښۀ سمبول وباله.

نواز شريف په دې اړه وويل:

" موږ سيمه ييزو او نړېوالو پرمختياوو ته عمومي کتنه کړه او په دې سلا شوو چې دواړه هېوادونه به د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي. ما ولسشمر ته وويل چې پاکستان د سيمې د ولسونو د ښېګڼې لپاره له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د سوله ييزو اړيکيو غوښتونکى دى او په دې لړ کې به خپلې هڅې روانې وساتي."

د پاکستان او چين چارواکيو همداراز په پاکستان کې د هغو لومړنيو ٨ پرمختيايي پروژو پرانسته هم وکړه چې د چين په مالي مرسته به جوړېږي.

په پاکستان کې د ۴۶ میلیارد ډالرو پانګونه؛ په دې وروستيو کلونو کې په دې هېواد کې د ټولې بهرنۍ پانګونې نږدې درې برابره ده او د پاکستاني چارواکو په خبره چې په دې هېواد کې به د چين د پانګونې له برکته د برېښنايي انرژۍ کمښت ستونزه چې پاکستان ورسره اوسمهال لاس و ګرېوان دى؛ له منځه لاړه شي.

همداشان پاکستان په دې هیله دی چې د چین له خوا پلان شوې پانګونه به دغه هېواد د سیمې پر اقتصادي مرکز بدل کړي او د ځينو ګاونډيو هېوادونو سيال به يې کړي.

د يادونې وړ ده چې د چين ولسمشر به پاکستان ته د خپل سفر پر دويمه ورځ نن د دې هېواد د ملي پارلمان يوې ګډې غونډې ته وينا هم وکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG