کابل او واشنګتن په تهران کې ترورېستي بریدونه وغندل

د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو په تهران کې د چهارشنبې د ورځې بریدونه وغندل.

په دې حملو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي چې زموږ ګاونډیان باید د ترورېزم ګواښ ته جدي پاملرنه وکړي.

​د افغانستان اجرائیه ریاست بیا په یوې اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې هېڅ هېواد د ترورېزم له شره په امان نه‎دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پرون په کابل کې خبري غونډې ته د دې حملو په اړه وویل:

"زه غواړم چې خپله خواخوږي څرګنده کړم او د ایران په پارلمان باندې برید په سختو ټکو وغندم."

خلیل کرزی: د ایران په پارلمان باندې برید په سختو ټکو غندم.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، خو د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان دا بریدونه کړي دي او خپل غچ به واخلي.

د ایران پر پارلمان او د خُمیني پر مقبره حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي ۴۲ ټپيان دي

تهران کې دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې شوي

د سپاه پاسداران انقلاب په اعلامیه کې راغلي دي چې دا بریدونه یوه اوونۍ وروسته تر دې وشول چې د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل او د دې لپاره چې داعش د دې حملو مسؤلیت منلی دی دا ثابتېږي چې دغه دوه هېوادونه‌یې تر شا دي.

د سپاه پاسدران انقلاب مرستیال محمد حسین نجات، فارس خبري اژانس ته وویل، کومو کسانو چې پر پارلمان برید وکړ له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې عمرونه‌یې درلودل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا په انقره کې خبریالانو ته وویل چې زموږ عزم به له ترهګرو سره په مبارزه کې دا بریدونه لا پیاوړي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

نوموړي زیاته کړه:

"د امام خمیني پر زیارت او د ایران پر پارلمان د بریدونو له امله د خپل هېواد له خلکو سره خواخوږي څرګندوم. دا ډول کارونه به زموږ اراده له ترورېزم سره په مبارزه کې نوره هم غښتلې کړي. د ایران ټول ملت او پوځ به د دې ملکي ګواښ په وړاندې ودرېږي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي دي چې دغه ډول بریدونه به د ترورېزم پر وړاندې ایران نور هم یو موټی کړي، خو د ایران پخواني ولسمشر ابوالحسن بني صدر ازادي راډیو ته وویل چې ایران د ګڼو هېوادونو په جګړو کې لاس لري، نو نه‎شي کولای چې خپلې دروازې د ترورېستانو پر مخ وتړي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابوالحسن بني صدر

دی وايي:

"د ایران رژیم په سیمه کې په شپږو جګړو کې برخه لري چې یو یې د ترور له لارې جګړه ده. له دې امله کله چې داسې جګړه په سیمه کې شته نو نه‎شي کېدای چې د خپل هېواد پولې وتړي که هر رنګه وي داسې ترورېستي بریدونه په ایران کې هم ترسره کېږي."

د ایران د چهارشنبې د ورځې بریدونه د امریکا متحده ایالاتو غندلي دي، خو واشنګټن ویلي دي چې ایران د ترورېستانو ملاتړ کوي او اوس هغوی د ایران د خلکو لور ته مخ اړولی دی.

امریکا ایران په منځني ختیځ کې په ناکراریو او د ترورېستي فعالیتونو په ملاتړ تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس هم په ایران کې بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي هغه کسان چې په دې ناوړه بریدونو کې لاس لري باید سزا ورکړل شي.