په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي محصل مشال خان پلار اقبال خان ویلي چې اندېښنه لري ځیني "بانفوذه مخالفین" بهیې د زوی په قضیه کې خنډ جوړ کړي، ځکه نو غواړي چې دوسیهیې له مردانه بلې سیمې ته ولېږدول شي.
اقبال خان وايي، که یې قانوني سلاکار ورخوښه وکړي، نو غوښتنه به وکړي چې د زوی قضیهیې عدالت ته ولېږدول شي.
د پاکستان سترې محکمې د مشال خان د وژنې د قضیې د څېړلو لپاره یوه ۱۳ کسیزه "ګډه پلټونکې ډله" جوړه کړې وه چې د تېرې یکشنبې په ورځیې خپل راپور خپور کړ او پر مشال خان لګېدلي د مذهب د سپکاوي تورونهیې رد کړل او ویېویل چې د هغه د وژنې پلان یوه میاشت مخکې جوړ شوی وو.
د مشال پلار اقبال خان د دې راپور هرکلی وکړ، خو ورسرهیې وغوښتل چې د عبدالولي خان پوهنتون هغه مأمورین دې هم ونیول شي چې د زوی په وژنه کې یې لاس درلود.
د مشال پلار اقبال خان
د مشال خان د وژنې په پېښه کې ۶۰ کسان تورن وو چې په هغو کې ۵۷ تنه نیول شوي او دا مهال د مردان په زندان کې بندیان دي او پاتې درې لا هم ورک دي او پولیس ورپسې پلټنه کوي.
په نيول شویو کسانو کې ۱۲ د پوهنتون مأمورین، یو استاد او ۴۳ د پوهنتون محصلین شامل دي.
په دوی کې اتو تنو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د ګډې پلټونکې ډلې په راپور کې سپارښتنه شوې چې د مشال په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو پر ضد دې قانوني چلند وشي څو په راتلونکي کې څوک داسې ګام وانهخلي.
د مشال پلار په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د ده کورنۍ دې وساتل شي، ځکه چې وایي، لوڼې یې د ورور تر مرګ وروسته ځانونه خوندي نهاحساسوي او پوهنتون ته نهشي تللی.
اقبال زیاتوي:
"ما خپل زوی پوهنتون ته لېږلی وو چې تعلیم به وکړي، خو موږ د ده مړی ترلاسه کړ. موږ غوښتنه کوو هغه نجونو او هلکانو ته دې تحفظ ورکړل شي چې په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدهکړې کوي، ځکه تر تعلیم لومړی د دوی ژوند مهم دی."
ټاکل شوې چې د پاکستان ستره محکمه راتلونکې اوونۍ د مشال خان د وژنې په قضیه کې پرېکړه صادره کړي او هغو کسانو ته سزا واوروي چې د ده په وژنه کې یې مستقیم لاس درلود.
راپور: بارکوال میاخېل