د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ګټور تمام شوی او وسلهوال طالبانیې سخت ځپلي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمتالله صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر مټیې وسلهوال طالبان سخت ځپلي او د هغوی د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو په ګډون سلګونه وسلهوال طالبان وژل شوي او مرکزونهيې هم لهمنځه وړي دي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"کله چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ زموږ سره ملګری دی، د هغوی څومره بریدونه په شا تمبول شوي دي او څومره وژل شوي دي، موږ د بهرنیو ځواکونو څخه مننه کوو او بیا هم د ملاتړ غوښتنه ترې کوو."
ښاغلي صديقي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ده په وینا د وسلهوالو طالبانو یو شمېر هغه بریدونهيې هم په شا تمبولي چې غوښتل يې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي او په خبرهيې چې د یادو بریدونو پر مهاليې هم د یو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه وسلهوال طالبان وژلي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"د ارزګان ولایت چارچینو ولسوالۍ به هېڅکله هم سقوط ونهکړي ځکه موږ هلته تازه دمي سرتېري استولي او د مخالفینو یو شمېر پلانونه مو ورشنډ کړي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په ارزګان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو له تېرو لسو میاشتو راهیسې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په مرکز او ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي چې د ولایتي مسؤلینو په خبره وسلهوال طالبان لا اوس هم د ترینکوټ ښار ته په یو کېلو مترۍ کې شتون لري.
په عین حال کې په دغه ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د یو شمېر لاسته راوړنو ستاینه کوي او له افغان پوځیانو سره د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.
په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یو غړی عبدالکریم خادمزوی له بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې هم له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلي خادمزوی وویل:
"افغان ځواکونه لازمې وسلې لکه څنګه چې يې بهرنیان لري، په واک کې نهلري او نه هغسې پرمختللې ټکنالوژي لري، نو دوی چې په یوه میاشت کې کوم بریدونه پر وسلهوالو کړي دي هغه ډېر ګټور وو او د هغوی مرکزونهيې لهمنځه وریوړه."
د مسؤلینو په وینا په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو په ارزګان ولایت کې د وسلهوالو طالبانو په ځپلو کې پوره ونډه اخیستې ده او خپل هوايي بریدونهیې زیات کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
راپور: شریفالله شرافت