د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۵

خبرونه

ارزګان کې په هوايي حملو کې لسګونه د دولت ضد وسله‌وال وژل شوي

د ارزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په هوايي حملو کې لسګونه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دوى په خبره په وژل شويو کې د وسله‌والو قوماندانان هم شامل دي.

په ارزګان کې د ملي پوليسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زين‌الله نن ازادي راډيو ته وويل چې ځيني حملې تېره شپه د مرکز ترينکوټ پر اړوندو سيمو شوي دي.

سرچينه وايي په دغو هوايي حملو کې ١٠ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

يوې بلې سرچينې بيا د ازادي راډيو محلي خبريال ته ويلي چې په چهارچينو ولسوالۍ کې هم تېره شپه پر وسله‌والو ورته حملې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ځيني نور يې ټپيان دي.

وسله‌والو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حوثي یاغیان: امریکايي ځواکونو پر پلازمینه صنعا هوايي بریدونه کړي دي

په یمن کې د حوثیانو په واک کې د المسیره تلویزیون تیره شپه خبر ورکړ چې امریکایي الوتکو پلازمینه صنعا په نښه کړې ده.

دا د امریکایي الوتکو تازه بریدونه دي، چې په سره سمندرګي کې د امریکا او نورې نړۍ پر کښتیو د حملو په ځواب کې ترسره کیږي.

د صنعا درې استوګنو رویټرز اژانس ته وویل چې امریکایي الوتکو د الجراف سیمه چې د ښار هوایي ډګر ته څیرمه پرته ده ویشتلې ده.

د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبحي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د الثوره په سیمه کې الوتکو نهه ملکیان ټپيان کړي دي.

د المسیره تلویزیون د راپور له مخې په البیضا ولایت کې هم امریکایي الوتکو بمبارۍ کړې دي. د یمن په جنوب کې دا ولایت د حوثیانو نظامي مرکز دی.

امریکایي ځواکونو د شنبې په ورځ پر حوثیانو حملې پيل کړې چې لږ تر لږه یو دیرش کسان یې ووژل.

د جنوري له شلمې راوروسته چې ډانالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا د امریکا تر ټولو ستر پوځي عملیات دي.

د اسیایي هیوادونو د ساحلي فوټبال سیالۍ نن په تایلنډ کې پيلیږي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټیم به سبا له متحد عربي اماراتو سره لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا دا لوبه به د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو شروع شي.

افغان لوبډله به د یکشنبې په ورځ له ایران سره او د سې شنبې په ورځ د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له اندونیزیا سره وکړي.

اوکرایین: له ولسمشر ټرمپ سره مو واضح او ګټورې خبرې کړي دي

د اوکراین ولسمشر وایي، چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر سره واضح او ګټورې خبرې کړې دي.

ولسمشرانو ډانالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي پرون په تیلفون خبرې وکړې. د زیلنسکي تر څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ« سوشل تروت» کې لیکلي و چې دې خبرو نژدې یو ساعت دوام وکړ او د خبرو لویه برخه تر دې راڅرخیده چې د سې شنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو کړې وې.

ټاکل شوې ده چې د اوکراین د جګړې په ارتباط د راروانې یکشنبې په ورځ د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې بیا مذاکرات پيل شي.

دواړه لوري تیره اونۍ هم د جدې په ښار کې د اوکراین پر مسالې غږیدلي وو.

یونیسف په افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره یوسل او پنځه شپیته ښوونځي جوړوي

په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک شوی دی په دې ښوونځیو کې به لمریزې تختې د بریښنا لپاره ولګول شي، همداراز به تشنابونه او څاګانې زده کوونکو ته جوړ شي.

د جاپان په ملاتړ یونیسف د ملګرو ملتو له پراختیایي پروګرام ( یو این ډي پي) سره دا ښوونځي د افغانستان په ختیځ، جنوب او مرکزي سیمو کې ودانوي چې تر درې دیرش زره ډيرې نجونې او هلکان به ګټه ترې واخلي.

د دې ښوونځیو د ودانیدو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دی چې نن د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ ده او لاهم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د مکتبونو د پرانیستو په اړه څه ژمنه نه ده شوې.

عمر خوړلې بریتانوۍ جوړه نن کابل کې محاکمه کیږي

د افغانستان ستره محکمه، ارشیف
د افغانستان ستره محکمه، ارشیف

ټاکل شوې چې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوې بریتانوي جوړه نن پنجشنبه ( د کب ۳۰مه) محکمې ته حاضره شي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې تېره شپه ناوخته د دغې جوړې د کورنۍ د غړو په حواله ویلي چې ۷۹ کلن پیټر رینولډز او میرمن یې ۷۵ کلنه باربي نن محکمه کیږي.
پر هغوی د لګول شویو تورونو جزیات معلوم نه دي.

دغه عمر خوړلې جوړه تېره میاشت په بامیان ولایت کې ونیول شوه.

د ګارډین د راپور له مخې، پیټر رینولدز په یوه تیلفوني مکالمه کې د کابل د پل چرخي له زندانه خپلې کورنۍ ته د محکمې د ورځې خبر ورکړی دی.

د دغې جوړې لور سارا انتویسټل ګارډین ته ویلي، ژوره اندیښنه لري چې ممکن پلار او مور یې عادلانه محاکمه نه شي.

نوموړې وړاندې تر دې د خپل پلار د روغتیایي وضعیت په اړه هم اندیښنه ښودلې وه او ویلې یې و چې هغه د زړه له ناروغۍ کړېږي.

طالبانو د دغې بریتانوۍ جوړې نیول تایید کړي، خو پر هغوی د لګېدلو تورونو جزیات یې نه دي ورکړي.

تمه ده د تورخم دروازه سبا د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ به مسافر او ناروغان له دې لارې د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړي.

د تورخم دروازه د فبروري په یو ویشتمه پاکستان بنده کړه او ویې ویل چې افغان طالبان د پاکستان د خاورې دننه تاسیسات جوړوي. طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د افغانستان د خاورې دننه امنیتي تاسیسات ودانوي.

د دواړو هیوادونو د استازیو تر خبرو وروسته پرون مازدیګر څلورنیمې بجې په سوداګریزو توکو بار لارۍ له دې لارې وروسته له پنځه ویشت ورځو تیرې شوې.

په تیرې نږدې یوې میاشتې کې د دې لارې د تړل کیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان اوښتی دی.

ایران په لسګونو افغان زندانیان افغانستان ته وسپارل

د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو لپاره د عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان ایراني رسنیو ته پرون وویل چې هیواد یې یو سل او نهه څلویښت زندانیان افغان لورې ته تسلیم کړل چې د بند پاتې موده د خپل هیواد په زندانونو کې تیره کړي.

د ایراني چارواکو په وینا دا بندیان د ایران په سیستان و بلوچستان، یزد، سمنان او هرمزګان زندانونو کې بندیان وو.

جلالیان وایي چې اکثر دا بندیان د مخدر موادو په ارتباط نیول شوي وو.

ایراني رسنیو پرون خبر ورکړ چې د تهران او کابل ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې دا بندیان افغانستان ته سپارل شوي دي او تمه ده چې په لنډ راتلونکې کې نور بندیان هم افغانستان ته انتقال شي.

د تورخم دروازه د سوداګرۍ او ټرانیزیت په وړاندې پرانستل شوه

د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل، د کابل په وخت څلور نیمې بجې په سوداګریزو توکو بار موټر له کرښې بلې غاړې ته تېر شو.

نوموړي دا هم وویل چې د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ په ۲۱ مه به پاکستانی لوری د مسافریونو د تګ راتګ په موخه خپل سیستمونه فعالوي او دغه دروازه له هغې وروسته د هر ډول تګ راتګ په وړاندې پرانستل شي.

په همدې حال کې په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د دروازو له خلاصون وړاندې د دواړو لوریو مسولینو خبرې وکړې او د دروازې پر خلاصون هوکړې ته ورسېدل.

پنځه ویشت ورځې وړاندې د فبرورۍ ۲۱ مه دا د تورخم دروازه د پاکستان له لوري ظاهر کرښې ته نه نږدې د طالب ځواکونو له لوري د یوې پوستې د جوړېدو په غبرګون کې تړل شوې وه چې له امله یې دواړو لوریو ته په زرګونه مسافر او دغه راز زرګونه په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شول.

بلاول بوټو: افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی، طالبانو له دې مخکې ورته اعادوې رد کړي

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او نړیواله ټولنه باید د دې ډلو د ملاتړ په برخه کې د طالبانو پر رول خبر وي.

نوموړي دا څرګندونې پرون سه شنبې د (مارچ۱۸مه) د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت کمیټې ته په علني غونډه کې وکړې.

هغه خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور کولی شي ګاونډیو هېوادونو ته هم خپور شي، او له سیمه‌ییزو هېوادونو يې وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.

بوټو دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر اورګاډي په یوه برید کې له ۴۰۰ زیات کسان یرغمل شول.

د "بلوچ ازادي غوښتونکو" ډلې د برید مسولیت ومانه.

د پاکستان د حکومت استخباراتي ادارو ویلي وو، په دې برید کې بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې وو.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ هم ادعا کړې وه چې برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.

که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت د بلاول بوټو زرداري تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې د پاکستان د حکومت ورته اعادوې رد کړي دي.

نن د تورخم دروازه پرانستل کیږي

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ولایتې ادارې ویاند قاضي ملا عادل رسنیو ته په استولي ویډیو پیغام کې ویلي چې د دواړو لوریو د مسئولينو د هوکړې له مخې نن د چهارشنبې ورځ مازديګر څلور بجې تورخم دروازه د سوداګرۍ او بېړنيو ناروغانو پرمخ پرانیستل کيږي.

نوموړي ویلي چې د دغه هوکړې له مخې به د راتلونکې جمعې په ورځ یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې به بشپړ ډول خلاصه شي.

د ملا عادل دا هم ویلي چې پاکستاني لوری هڅه کوي چې د جمعې ورځې پورې د مسافرينو تګ راتګ په موخه خپل سيستمونه فعال کړي چې ور سره به دواړو لورو ته بند پاتې مسافرين تګ راتګ پيل کړي.

د تورخم دروازه پنځه ویشت ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۱ مه کرښې ته نږدې د طالبانو له لوري د یوې پوستې په غبرګون کې پاکستاني لوري وتړل شوه، چې له امله یې دواړو لوریو ته په زرګونه مسافر او دغه راز زرګونه په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شول.

د دغه دروازې د خلاصون په هدف دوه ځل د دواړو اړخونو سوداګرو او قومي مشرانو هم د جرګې په بڼه ناستې وکړې.

د جرګې یو شمېر غړو ازادي راډيو ته وویل چې د جرګې په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې د داوړو اړخونو کمیساران به د چهارشنبې په ورځ ناسته کوي او د تورخم دروازې د خلاصون په سر به خبرې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG