برمک: طبیعي خطرونو سره د مقابلې لپاره د اساسي بنسټونو بیارغولو ته اړتیا ده

افغان چارواکي وایي افغانستان د راتلونکو طبیعي خطرونو سره د مقابلې لپاره د اساسي بنسټونو بیارغولو ته جدي اړتیا لري.

که څه هم د افغان چارواکو په خبره افغانستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره خپلو ظرفیتونو ته وده ورکړې، خو په افغانستان کې د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر د چهارشنبې په ورځ ویلي چې افغانستان د ډېرو پیاوړو زلزلو، سېلابونو، د ځمکې ښوېیدو او نورو طبیعي پېښو سره د لاښې مقابلې لپاره اړتیا لري چې خپل اساسي بنسټونه په سمه توګه ورغوي.

ویس احمد برمک د طبیعي پېښو په اړه د ملګرو ملتونو د یوه کنفرانس په څنډو کې ویلي چې په افغانستان کې د سړکونو، ترانسپورټي سیسټم، اوبو لګولو، تعلیم او د روغتیایي چارو وده د دې هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک

​ښاغلی برمک زیاتوي:

"ټول هغه بنسټونه چې موږ جوړ کړي دومره پیاوړي نه‎دي چې د بېلابېلو پېښو په وړاندې که هغه طبیعي دي که امنیتي، مقاومت وکړای شي."

دی وایي، سره له دې چې افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې پر خپلو بنسټیزو کارونو ډېرې پانګونې کړې دي، خو د دغو بحرانونو اغېز د دې سبب شوی چې افغانستان ته ډېر اقتصادي زیان ورسېږي.

ښاغلي برمک تر دې وړاندې له ازادي راډیو سره په مرکه د یوه داسې پروګرام د پیل یادونه کړې چې وایي، ښایي تر یوه کال پورې په افغانستان کې د خطرونو سیمې او ډولونه وپېژندل شي او بیا به‌یې د مخنیوي پر لارو چارو کار وشي.

نوموړی وايي:

"اوس کار شروع دی. د برنامې «طرحې» د ترتیب او ډیزاین مراحل پیل شوي دي. ښایي په راتلونکو شپږو میاشتو تر یوه کال پورې وکولای شو یوه جامع برنامه ولرو چې په ټول افغانستان کې طبیعي خطرات وپېژندل شي او بیا له پنځو تر لسو کلونو پورې په تدریجي ډول له دغو ګواښونو څخه راوباسو."

د نړیوال بانک په هغه راپور کې چې د طبیعي خطرونو په اړه‌یې خپور کړی وو راغلي، په هغو هېوادونو کې چې دوه په درېیمه برخه‌یې بې‎‌وزلې کورنۍ دي، طبیعي خطرونه کولای شي اسیب پذیري او بې‎وزلي لا نوره هم ډېره کړي.

د دې راپور له مخې سېلابونه تر ټولو ډېر مکرر خطر دی چې هر کال د ۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت زیان رسوي او د زلزلې زیانونه په کال کې ۸۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې له ۱۹۸۰ کال راهیسې څه باندې ۲۰ زره کسان په طبیعي پېښو کې مړه شوي چې نیمایي یې د ۱۹۹۰ کال راهیسې د زلزلو له کبله مړه شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وایي، هېواد یې د تېرو دوو کلونو په پرتله د پېښو د خطرونو په وړاندې مقابلې ته چمتووالی لري، خو زیاتوي چې دا په دې معنی نه‎ده چې افغانستان د بېلابېلو ناورینونو په مقابل کې په ستراتیژیک او مسلکي ډول مقابله وکړای شي.

د طبیعي پېښو د خطرونو سره د مقابلې په اړه د ملګرو ملتونو دغه کنفرانس چې تر جمعې پورې به دوام وکړي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې تر ټولو لویه غونډه ده چې له حکومتونو غواړي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې له طبیعي پېښو څخه د انسانانو د مړینې او اقتصادي زیانونو په سطح کې د پام وړ کموالی راولي.