د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

چارواکي: خلک دې د افغانستان طبیعي شمتني نه زیانمنوي


د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان طبیعت اوبه، خاوره، ونې، بوټي، میوې، مرغان، ځنګلونه او داسې نورو د ژوند د مثبتې تنوع لاملونه دي او حکومت او خلکو ته پکار ده چې د ژوند دغه شمتني زیانمنه نه کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې د هېواد طعبیت د جګړو، د ځینو کسانو د خپلسرېو او د حکومتونو د نه پاملرنې له امله زیان لیدلی او که ساتلو ته یې تدابیر ونه نیول شوي د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او داسې نورو ژوند به، له لوېو خطرونو سره مخ کړي.

د کرنې او مالدارۍ د وزارت چارواکو دا خبرې د دوشنبې په ورځ "د ژوند د تنوع د نړیوالې ورځې" د نمانځلو په غونډه کې وکړې.

د دې وزارت مرستیال عبدالقدیر جواد له خلکو وغوښتل چې د هېواد د طبیعت په ساتلو کې چې د ژوند سره مستقیمه اړیکه لري، له حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي جواد زیاته کړه:

"په هېواد کې تېرې ۴۰کلنې پېښې نه یوازې د انسانانو د مهاجرتونو لامل شو، بلکې د نورو ژوندیو موجوداتو ژوند یې هم له خطر سره مخ کړ. د ځنګلونو پرې کول او داسې نورهغه موارد دي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې یې پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.له هېوادوالو هیله ده د طبیعت په خوندي ساتلو کې فعاله برخه واخلي."

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وویل، د طبیعت د ساتلو نړیوال ټولنې، افغانستان د ښکلي طبیعت لرونکو هېوادونو په لېست کې شمېرلی دی.

ده وویل، د کرنې وزارت په هېواد کې شاوخوا ۴۰۰۰ ډوله بومي نباتات، ۵۰۰ ډوله الوتکې، ۱۵۰ ډوله تي لرونکي څاروي، څه باندې ۱۰۰ ډوله کبان، ۱۱۲ ډوله خزندې، ۸ ډوله په اوبو او وچه کې ژوندي پاتې کیدونکي ژوي او داسې نور ثبت کړي دي.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې مسوولینو وویل، د ځان په ګټه د طبیعت بدلول نه یوازې دا چې د طبیعت اصلیت زیانمنوي بلکې انساني ژوند ترې هم خوندي نه پاتې کیږي.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق
د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق

د دې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وویل:

"د حیات تنوع او د انسان اړتیاوې سره نغښتې دي.په سیندونو کې د کثافاتو غورځول، د افت د مخنیوي لپاره د کیمیاوې سرو زیات کارول، د ونو او ځنګلونو پرې کول، د ښارونو د پراختیا لپاره شنې ساحې له منځه وړل، د وحشي حیواناتو ښکار او قاچاق او داسې نور هغه اعمال دي چه طبیعت او انسان ته زیان رسوي."

چارواکو وویل، افغانستان له کابو۵ کلونو راهیسې د ژوند د خوندیتوب لپاره د طبیعي منابعو د نړیوالې ټولنې غړی دی او هرکال یادې ټولنې ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکوي.

دوی دا هم وویل چې د طبیعت د خونديتوب لپاره د حکومت اړوندو ارګانونو له دوه زره دولسم کال راهیسې هڅې تیزې کړي او ښې نتیجې ترې اخیستې دي.

د کرنې وزارت مرستیال وویل، په مرکز او ولایتونو کې د شنو ساحو پلانونه ترتیب شوي او تصمیم نیول شوی چې هرکال د هېواد په مختلفو سیمو کې تر درې میلیونو پورې نیالګي کینوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG