د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۴

افغانستان کې سږکال ۵۰۰ کسان د طبیعي پیښو له امله مړه شوي


ښاغلى سياس
ښاغلى سياس
د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي؛ چې د طبیعي پیښو له امله د تیرې یوې نیمې میاشتې تلفات د تیر یوه کال په پرتله ډیر زیات دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي؛ چې په ۱۳۹۲ لمریز کال په ترڅ کې څلور سوه کسان د طبعي پیښو له امله ووژل شول؛ خو زیاته یې کړه چې د ۱۳۹۳ کال په یوه نیمه میاشت کې دا شمېر پنځو سوو ته رسیږي.

ښاغلي سیاس د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د طبیعي پیښو له امله د مرګ ژوبلې زیاتوالی په دې معنی نه دی؛ چې دوی د داسې پیښو مخنیوي ته کار نه دی کړی.

"موږ په تېر کال کې ۴۰۰ کسان درلودل، چې د طبیعي پیښو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ و؛ خو اوس په دې وروستیو پیښو کې چې په شمالي ولایتونو او بدخشان کې وشوې؛ د دې پیښو شمیر زیات شوی دی؛ له همدې امله وایو چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله دا تلفات ډیر دي؛ یوازې په بدخشان کې شا او خوا ۳۰۰ نفره وژل شوي."

سیاس وویل، چې د دوی د ارزیابۍ ډلې تراوسه په بدخشان کې د درې سوو کسانو مړینه تثبیت کړې؛ خو وایي، دا امکان هم شته چې د وژل شوو کسانو شمېر له دې زیات شي.

په لومړنیو راپورونو کې وویل شول؛ چې په بدخشان کې څه باندې دوه زره کسان وژل شوي؛ خو د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي؛ هغه ارقام ټول اټکلي او له واقعیته لرې وو.

په بدخشان کې د تپې د ښویېدو له پیښې څخه څو ورځې وړاندې په څو شمالي ولایتونو؛ جوزجان، سمنګان، سرپل، بادغیس او بغلان کې سیلاونه راغلل؛ چې ۱۵۵ کسان په کې ووژل شول.

وروستیو سیلاوونو او د بدخشان د ځمکې ښویېدنې پیښې له ځاني زیان سربیره خلکو ته درانه مالي زیانونه واړول او لسګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې.

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر وايي؛ چې له دې مصیبت ځپلو کسانو سره د دوی او نورو مرسته کوونکو ادارو مرستې دوام لري:

"مرسته خو ډیره ده، هر شی چې د ژوند لپاره په کار دی هلته یې مرسته شوې او هلته شته، خیمې شته، صحي اوبه شته، دوا او غذا شته او د مرستو بهیر روان دی."

نوموړي زیاته کړه، چې د بدخشان مصیبت ځپلو ته د حکومت له خوا څلویښت میلیونه افغاني نغدي مرسته شوې او له دې سربیره "ډبلیو. ایف. پي" او "آی. او. اېم" د سرې میاشتې ټولنې، یونسف او "یو. ان. اېچ. سي. آر" هم له دې زیانمنو شوو کسانو سره د مرستو ژمنې کړي دي.

طبیعي پیښې په ځانګړې توګه سیلاوونه د دې لپاره په افغانستان کې خلکو ته زیات زیان اړوي؛ چې اکثره کورونه خام دي او ځینې په داسې ځای کې جوړ شوي؛ چې هلته د سیلاوونو د راتګ امکانات ډیر دي.

دا مهال حتې په مرکز کابل کې ډیری کورونه د غرونو په لمن کې جوړ شوي؛ چې د طبیعي پیښو د څیړونکو په باور، دا کورونه هم له جدي خطر سره مخامخ دي.

دوی وایي، په داسې یوه هیواد کې چې اکثره کورونه په کې په خپل سر او بې نقشې جوړیږي؛ د طبیعي پیښو کاملاً مخنیوی له امکانه وتلې خبره ده.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG