هند: هاګ محکمه دې د پاکستان له لوري د هندي پوځي د اعدام مخه ونیسي

هند د عدالت له نړیوالې محکمې "ICC" څخه وغوښتل چې د پاکستان له لوري د جاسوسۍ په تور د یوه متقاعد هندي پوځي د اعدام مخه ونیسي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیپک مېټل پرون دوشنبه د هاګ محکمې ته وویل چې کولبوشن جادف ته تېره میاشت د پاکستان په یوه پوځي محکمه کې له ناعادلانه محاکمې وروسته د اعدام سزا ورکړای شوې ده.

ده دا هم ویلي چې پاکستان د دې قضیې په اړه هند ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

خو پاکستاني استازي محمد فیصل د هاګ محکمې ته وویل، جادف اعتراف کړی چې د هند له لوري پاکستان ته د بې‎ګناه خلکو د وژلو او د پاکستان پر تأسیساتو د حملې لپاره استول شوی و.

ده دا هم وویل چې محکمې ته‌یې هغه وېډیو ښودلې چې اوس په انټرنټ کې شته او جادف په خپله خوښه اعتراف کوي.

هاګ محکمه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه مأمور د هاګ محکمې ته یو عکس او پاسپورټ وښودل، ویې‌ویل چې دا یې له جادف سره موندلي خو په پاسپورټ کې یې نوم د مسلمانانو دی.

فیصل زیاته کړه، هند نه‎شي کولای یا ښايي نه‌غواړي چې د خپل دغه پوځي افسر د پاسپورټ په اړه توضیح ورکړي چې د نوموړي د غیر قانوني فعالیت تر ټولو ښکاره نښه ګڼل کېږي.

د جادف نیونې او محاکمې د دوو اټمي ګاونډیانو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي دي.

پاکستان وايي، جادف‌یې په ۲۰۱۶ میلادي کال بلوچستان ایالت کې نیولی دی.

هند دا تور ردوي چې جادف جاسوس و او وايي چې نوموړی په ایران کې برمته کړای شوی او بیا پاکستان ته وړل شوی دی.

هند په دې خاطر تېره اوونۍ د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ، اسلام‎اباد یې د ویانا د کنوانیسیون په سرغړونې تورن کړ.

هاګ محکمې له پاکستانه وغوښتل چې د جادف اعدام تر هغو وځنډوي چې دا محکمه پرېکړه کوي.

په هاګ کې د پاکستان قونسل خاور قریشي د محکمې له غوښتنې وروسته وویل:

"د پاکستان حکومت ډاډه دی چې که دا مؤقتي اقدامات وي یا غوښتنه، د قانون او د حقایقو روڼوالی به غالب شي او د هند ادعا به بالاخره رد شي."

ممکن په هاګ کې د دې دوسیې په اړه پرېکړه میاشتې-میاشتې او یا ان کلونه دوام وکړي.

د محکمې رئیس پاکستان ته یو لیک استولی او ورڅخه غوښتي یې دي له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د محکمې پر بهیر ناوړه اغېز کوي.