د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۲

هند بیا د خپل افسر د اعدام په اړه پاکستان ته خبرداری ورکړ


هند پرون پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د دې هېواد د بحري قواوو افسر اعدام کړي، د دواړو هېوادونو د اړیکو پایلې به ښه نه‎وي.

په پاکستان کې يوې نظامي محکمې د دوشنبې په ورځ کولبا هوشان جادتو د جاسوسۍ او د پاکستان بلوچستان ايالت کې د ناارامي جوړولو په تور په اعدام محکوم کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزيرې سوشما سواراج د دغه هندي افسر محاکمه يوه ټوکه وبلله او دا کار يې وغانده.

دې د استازو جرګې ته په وينا کې وويل، پر جادتو هېڅ ډول شواهد نشته.

مېرمن سواراج زياته کړه:

"که دوی دغه افسر اعدام کړي، زه د پاکستان حکومت ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د دې عمل د اغېز په اړه خبرداری ورکوم."

تردې مخکې د هند د کورنیو چارو وزير راجنیټ سینګ ادعا کړې وه چې جادتو يو کال مخکې ايران کې په خپل کاروبار او تجارت بوخت و چې پاکستاني امنيتي ځواکونو برمته کړ او د جاسوس په توګه يې اعلان کړ.

وروسته د پاکستان اردو یوه ويډيو خپره کړه چې په‎کې جادتو اعتراف کوي چې ګواکې ده پاکستان کې د ناارامۍ لپاره کلونه کار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزيرې وويل، حکومت به د جادتو د ازادۍ لپاره هره لاره وکاروي او دې وويل چې د اعدام دغه اقدام به یو قتل وي.

سوشما سواراج په خبرو کې وويل، اسلام‎اباد له جادتو سره د هند د کونسلګرۍ د تماس نيولو د هڅو مخنیوی کړی دی.

په همدې حال کې اېن ډي تلویزيون خبر ورکړ چې د هند حکومت هم د ۱۲ پاکستانيانو خوشې کول وځنډول چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ راخوشې شي.

XS
SM
MD
LG