د فرانسې انتخابات منځ‎لاري کاندید امانوئل مکرون وګټل

د فرانسې د جمهوري ریاست انتخابات منځ‎لاري کاندید امانوئل مکرون وګټل.

په فرانسه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهم دور پرون یکشنبه ترسره شو.

د رپوټونو پر اساس، مکرون لږ تر لږه ۶۵ فیصده رأیې وګټلې او په اسانۍ د افراطي ښي اړخي ګوند پر کاندیدې مارین لوپن بریالی شو.

د فرانسې نوي منتخب ولسمشر امانوئل مکرون د ټاکنو تر ګټلو وروسته، یو وار بیا وویل چې له اروپايي اتحادیې سره د خپل هېواد اړیکې به ټینګ کړي.

د فرانسې د جمهوري ریاست لپاره دواړو وروستیو کاندیدانو، امانوئل مکرون او مارين لوپن د خپل هېواد او اروپايي اتحادیې د اړیکو په اړه متفاوت نظرونه درلودل.

منځ‎لاري سیاستوال امانوئل مکرون د ازاد اقتصادي بازار او پر روسیه په اوکراین کې د لاسوهنې له امله د اروپايي اتحادیې د اقتصادي بندیزونو د دوام ملاتړ کړی و.

خو افراطي ښي اړخې سیاستواله، مارین لوپن له اروپايي اتحادیې د فرانسې د وتلو ملاتړې وه او له روسیې سره د خپل هېواد د اړیکو د ښه کولو خبرې یې کولې.

افراطي ښي اړخه سیاستواله، مارین لوپن

د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالد ټرمپ تر بري او له اروپايي اتحادیې د بریتانیې تر وتلو وروسته، په فرانسه کې د منځ‎لاري سیاستوال امانوئل مکرون بری ښايي د اروپايي اتحادیې اندېښنې کمې کړې وي.

د ټاکنو ګټونکی، امانوئل مکرون ۳۹ کلن دی چې مخکې د فرانسې د اقتصاد وزیر هم وو.

هغه تېره شپه د خپل بري په مناسبت په مراسمو کې چې د پاریس ښار لوور موزیم ته نېږدې جوړ شوي و، وویل چې فرانسه به د اروپا دفاع کوي او د فرانسویانو او اروپا اړیکې به پیاوړې کوي.

امانوئل مکرون وویل:

"د فرانسې ښځو او سړیو، ګرانو وطنوالو! تر اوږدې مودې سیالیو وروسته تاسو پرېکړه وکړه چې پر ما باور وکړئ او زه‌يې ډېره ستاینه کوم."

مکرون: فرانسه به د اروپا دفاع کوي او د فرانسویانو او اروپا اړیکې به پیاوړې کوي.

د فرانسې د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړی دور دوه اوونۍ مخکې ترسره شو چې په هغه کې هم منځ‎لاري سیاست‎وال امانوئل مکرون تر مارین لوپن مخکې شوی و.

مارین لوپن د کډوالۍ ضد سیاست درلود او غوښتل يې چې د ایرو له حوزې هم ووځي.

د اروپايي کمېسیون مشر ژان-کلود یونکر د امانوئل مکرون د بري هرکلی کړی او پر ټویټر یې لیکلي چې له‎دې امله چې فرانسې له اروپايي اتحادیې سره ګډه راتلونکې غوره کړې، خوشحال دی.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې فرانسه کې د مکرون بری د متحدې او پیاوړې اروپا بری دی.

امانوئل مکرون به د اروپايي اتحادیې تر ټولو ځوان ولسمشر شي.