امریکايي مقامات وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې له طالبانو سره د روسيې پوځي مرستې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې د متحده ایالاتو دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د روسيې پوځي همکاري به د افغانستان جګړه لا نوره پېچلې کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکايي پوځي مقام په حواله وايي چې روسيې له ۱۸ میاشتو راپه دېخوا طالبانو ته د وسلو او مهماتو ورکول زیات کړي دي.
دغه مقام د نوم نهښودلو په شرط ویلي روسيې په دې نامه سره چې طالبان له روسي وسلو څخه د داعش پر ضد کار اخلي، دغې ډلې ته سپکې او درنې ماشیندارې ورکړې دي.
خو د دغو امریکايي چارواکو په وینا، طالبان دا وسلې د افغانستان په جنوب کې چېرته چې د داعش فعالیت کم دی، استعمالوي.
د امریکا دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، له طالبانو سره د روسيې د پوځي مرستو په اړه اندېښمن دی او د جېمز مټېس په خبره، دا پوځي مرستې به د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې کړي.
ښاغلي مټېس زیاته کړه:
"د سیمې او نړی هېوادونه باید له تروریستانو دفاع ونه کړي، تروریستان د ښامار په شان دي چې له هېڅ هېواد سره وفا نه کوي، موږ له روسيې، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمستان، ازبکستان او چین غواړو چې له افغان حکومت سره د ترورېزم پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي"
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش که څه هم له طالبانو سره د روسيې پوځي مرسته نهتائید او نه هم رد کړه، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سیمې هېوادونه د دې پر ځای چې وسلهوالې ډلې تمویل کړي، باید له افغان حکومته ملاتړ وکړي.
د امریکا دفاع وزیر وايي، که افغانستان ته له بهر څخه د وسلو او پوځي مهماتو انتقال د افغان حکومت له لارې نهوي، نو دا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې لهخوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري
سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي
دا لومړی ځل نهدی چې په افغانستان کې له طالبانو سره د روسيې د روابطو او پوځي همکارۍ په اړه څرګندونې کېږي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن روسیه تورنه کړې ده چې هڅه کوي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.
جنرال سکاپاروتي: د طالبانو ترمنځ د روسیې نفوذ زیات شوی
چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي
چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي
بل لورته د افغان حکومت اجرائیه ریاست په کابل کې د روسيې د سفیر هغه څرګندونې غندلي چې په ترڅ کې يې طالبان یوه سیاسي ډله ګڼلې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي هم له طالبانو سره د روسيې پوځي همکاري د افغانستان لپاره خطرناکه بللې ده او له افغان حکومتهيې غوښتي چې په دې برخه کې جدي عکسالعمل څرګند کړي.
د روسيې حکومت بیا وايي چې له طالبانو سره د دې هېواد اړیکه د دې لپاره ده چې په افغانستان کې د روسي اتباعو امنیت خوندي شي او دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.