د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د موقت حکومت د ایجادېدو بحث اصلاً د مطرح کېدو وړ نهدی او چا ته پر دې لار د تګ اجازه هم نهورکول کېږي.
اجرائیه ریاست د احمد ضیا مسعود د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود او ویېویل چې هېڅچا ته د موقت حکومت په لوري د تګ اجازه نهورکوي.
د اجرائیه رئیس ویاند مجیبالرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د موقت حکومت بحث باید اصلاً مطرح نهشي ځکه چې ولسواکه اوسني حکومت ته دوام ورکول یوه اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه څرګندونې نه د افغانستان او نه د خلکو په ګټه دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:
"د موقت حکومت بحث اصلاً مطرح کېدای نهشي دا بحث نه د افغانستان په ګټه دی او نه هم د افغانستان مصلحت دی او نه چا ته اجازه ورکول کېږي چې په دې لوري حرکت وکړي."
ښاغلی رحیمي وايي، که څه هم سیاست مداران په بېلابېلو موضوعاتو د نظر ورکولو حق لري، خو اجرائیه ریاست د موازي حکومت سره مخالفت لري او چا تهیې د جوړېدو اجازه نهورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې خپله اجرائیه رئیس په انتخاباتي دوره کې د موقت حکومت د اعلان ګواښ کړی و.
خو له همدې ادرسه اوسنۍ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس پخواني استازي له دندې څخه د لیرې کېدو وروسته د حکومت ضد څرګندونې کړې دي.
وروسته له دې چې د ولسمشر غني لهخوا احمد ضیا مسعود له دندې لیرې شو ښاغلي مسعود وویل حکومت د ده د لیرې کولو حق نهلري او دا پرېکړه به ورته درنه تمامه شي.
د هغه دفتر ویلي چې له دندې څخه له لیرې کېدو وروسته احمد ضیا مسعود له سیاسي څېرو سره د موقت حکومت پر طرحې، انتخاباتو او نورو موضوعګانو خبرې اترې کوي او په دې اړه به ژر لاس په کار شي.
د هغه د لیرې کېدو دلیل که څه هم د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې نهبریالیتوب یاد شوی خو د ښاغلي مسعود څرګندونې او لیرې کول د اجرائیه ریاست تر څنګ له ځان سره د سیاسي ګوندونو غبرګون هم لري.
حزب اسلامي وايي، د احمد ضیا مسعود له لیرې کولو سره پر حکومت د سیاسي ګوندونو باور کم شوی دی.
د دغه ګوند ویاند حشمتالله ارشد ازادي راډيو ته وویل د جمهور رئیس دا ډول اقدامات ښيي چې هغه خپلو ژمنو ته وفادار نهدی.
له دې سره د نوې ملي جبهې په نوم د حکومت سیاسي اپوزېسیون وايي چې احمد ضیا مسعود د حکومت پر وړاندې د درېدو حق لري او حکومت د پخوانۍ ژمنې پر اساس باید هغه له صحنې ونهباسي.
خو په خوا کې یې بیا د جمهوریت غوښتونکو ګوند وايي، څوکۍ باید د شفافیت پر اساس ووېشل شي او باید دلته شخصیت مطرح نهوي.
د یاد ګوند مشرې عادله بهرام ازادي راډيو ته وویل:
"موږ د شفافیت طرفدار یو او هغه څه چې اصول او قوانین دي هغه زموږ وظیفه ده."
احمد ضیا مسعود ویلي چې د حکومت یو طرفه پرېکړې به په هېواد کې سیاسي بېثباتي رامنځته او له ځان سره به د خلکو غبرګون ولري.
خو ایا رښتیا هم د هغې له لیرې کېدو سره د کوم قوم یا د جمعیت ګوند حق خوړل شوی چې بېثباتي رامنځته کړي.
د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی فضل احمد معنوي وايي، احمد ضیا مسعود د ټیم پر اساس په دنده ګمارل شوی و نه د قوم او کوم ګوند په استازیتوب.
نوموړي زیاته کړه:
"دی د اشرف غني سره ملګری و او د هغه په انتخاباتي پکېج کې و دا د ټیم خبره ده دا داسې خبره نهده چې دا جمعیتی دی او یا په کوم ګوند پورې اړه لري موږ اصلاً په دې جریان کې نهوو."
هغه وايي چې ښاغلی ضیا مسعود په یوه ښه طریقه نهدی لیرې شوی، خو په ورته وخت کې ټینګار کوي چې له دندې لیرې کولیې دومره بدې پایلې هم نهلري.
راپور: یوسف خان ځدراڼ