د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د حزب اسلامي یو شمېر قوماندانانو یو ځل بیا د افغان حکومت پر ضد وسلې پورته کړي دي.
د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له هوکړې اووه میاشتې تېرېږي خو د تفاهم لیک نه عملي کېدل هغه څه دي چې د مشرانو جرګې د ځينو غړیو په خبره د دغه ګوند ډېری قوماندانان یې مایوسه کړي دي.
د دغو سناتورانو له ډلې رحمت الله اڅکزی وايي، د حزب اسلامي یو شمېر قوماندانانو یو ځل بیا د حکومت پر وړاندې وسلې پورته کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"له دې وړاندې د لغمان والي ویلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمېر قوماندانان یو ځل بیا غرونو ته ختلي، وسلې یې اخیستي او د حکومت پر وړاندې جنګېږي، دا خبره سل په سلو کې رښتیا ده ځکه چې دا کسان د لنډې مودې لپاره چې کورونو ته راغلي و مطلق پریشانه شوي دي چې اوس بیا د حکومت پر وړاندې جنګېږي."
له دې وړاندې د لغمان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د حزب اسلامي یو شمېر پخواني غړي د سولې د تفاهم لیک له لاسلیک سره سره د حکومت پر وړاندې جنګېږي.
د دوی په وینا د سیمې خلکو داسې معلومات ورکړي چې د یاد ګوند پخواني قوماندانان او غړي دا وخت د طالبانو سره یو ځای شوي او د نظام مخالفت کوي.
افغان حکومت تېر کال د میزان په میاشت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک او د مادو د عملي کېدو لپاره یې کمېسیون وګماره.
د دې تفاهم لیک له مخې د حزب اسلامي غړي باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
حزب اسلامي بیا د حکومت پر وړاندې د خپلو غړو د جنګېدو خبرې ردوي او دا کار د سولې پر وړاندې د بهرنیو کړیو لاسوهنې بولي.
د یاد ګوند یو ویاند حمید عزیزي ټینګار کوي چې د سولې د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته بالعکس د دولت د مخالفینو لخوا د حزب اسلامي یو شمېر غړیو ته ګواښونه زیات شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په واضح ډول ویلای شم چې په هېڅ دلیل د حزب اسلامي هېڅ کوم غړي او متحد د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته د افغان دولت او د افغان دولت د ګټو پر وړاندې حتی یو فیر هم نه دی کړی."
ښاغلی عزیزي بیا د افغان حکومت پر کړنو انتقاد کوي وايي چې حکومت د تفاهم لیک د عملي کېدو پر وړاندې سست اقدامات کړي او ګڼ فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.
نوموړی وايي ،تمه کېده چې د تېرې دوشنبې په ورځ به د حزب اسلامي ۶۹ بندیان له زندانه خوشې شي، خو د دوی د تمې خلاف دا بهیر د نامعلومو دلایلو له کبله ځنډېدلی دی.
ارګ: تر یوې اوونۍ به د حزب اسلامي د زندانیانو لومړۍ ډله خوشې شي
و مو غوښتل چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ولرو خو د هڅو سره سره بریالي نه شوو.
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د سولې تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د حزب اسلامي غړیو د حکومت پر وړاندې له جګړې لاس اخیستی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ