افغان چارواکي وایي، حکومت به تر یوې اوونۍ پورې له حزب اسلامي سره د شوي تفاهملیک مواد عملي کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهملیک مواد د عملي کېدو په حال کې دي او تمه ده چې حزب اسلامي، کابل ته د خپل مشر د راتګ نېټه، ځانګړې کړي.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې تر راروانې یوې اوونۍ پورې به د حزب اسلامي د بندیانو یوه ډله، له زندان څخه خوشې شي.
ښاغلی مرتضوي زیاتوي:
"په راتلونکې اوونۍ کې به شاهدان واوسو چې د توافقنامې مواد په عملي توګه د بشپړېدو په حال کې دي، د حزب اسلامي د بندیانو یوه برخه به ازاده شي او تر پنځلسو ورځو پورې به ټول مسئولیتونه چې حکومت ته ورترغاړې و، ورته تیاری شته."
د حکومت او ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې له حزب اسلامي سره د سولې تفاهملیک، شااوخوا شپږ میاشتې مخکې لاسلیک شو.
د دغه تفاهملیک له لاسلیک کېدو او د ملګرو ملتونو سازمان د تحریمونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له لیرې کېدو وروسته، د دغه حزب مسئولینو ډېر ځلې ویلي چې ګلبدین حکمتیار به ډېر ژر د خلکو له تاوده هرکلي سره کابل ته راشي.
سعید: حکمتیار افغانستان کې دی، نېږدې ورځو کې به کابل ته راشي
خو ګلبدین حکمتیار د تفاهملیک د ځینو تخنیکي لاملونو او له زندانونو څخه د حزب اسلامي د غړو د نهخوشې کېدو له امله، تر اوسه کابل ته نهدی راغلي.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي یو غړی محمد امین کریم سره له دې چې کابل ته د حکمتیار د راتګ د کره نېټې په اړه څه نهوايي، خو ټینګار کوي چې د یو لړ تخنیکي مسائلو په هوارېدو سره به حکمتیار په خلکو کې راڅرګند شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه او حزب اسلامي افغانستان لهخوا، د مجاهد امیر د راتګ لپاره تیاریانې شته، کله چې دغه تخنیکي مسائل حل شي، انشاءالله د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر به د هېواد په یوه ښار کې راڅرګند شي."
له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهملیک لاسلیک کېدل، د افغان حکومت او د سولې عالي شورا له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي او افغان حکومت او حزب اسلامي د دغې هوکړې د موادو عملي کولو ته ځانونه ژمن ګڼي.
د سولې عالي شورا مسئولینو ډېر ځله ویلي چې وسلهوال طالبان دې هم د حزب اسلامي په څېر، د سولې خبرو ته کېني.
خو طالبانو تل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې، د سولې خبرو ته حاضر نهشي.
راپور: خان محمد سیند