حزب اسلامي وايي، افغان حکومت کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره، هېڅ ډول تیاری نهدی نیولی.
که څه هم حزب اسلامي ویلي وو چې کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د تګ نېټه د حوت میاشتې له شلمې څخه دمخه کره شوې خو اوس دغه حزب وايي، تر هغې چې افغان حکومت له حزب اسلامي سره د شوې توافقنامې د موادو منلو ته ښه نیت ونهښيي، حکمتیار به په کابل کې ونهلیدل شي.
د دغه حزب یوه ویاند حمید عزیز د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم له ایستلو پرته، د سولې د توافقنامې پر یوې مادې هم عمل نهدی کړی.
نوموړي زیاته کړه:
"کومې ژمنې چې حکومت موږ ته راکړې وې، داسې ښکارېدې چې ژر عملي کېږي او حکمتیار صاحب به کابل ته راشي، خو له هغې نېټې څخه تر اوسه وینو چې یوه ژمنه هم عملي نهشوه، له همدې امله حکمتیار صاحب منتظر دی چې افغان حکومت یو غبرګون وښيي او ثابته کړي چې د توافقنامې موادو ته ژمن دی."
ښاغلي عزیزي وویل، باوري نهدی چې د توافقنامې ټولې مادې عملي کېږي خو وايي، افغان حکومت باید د دې موادو د پلي کېدو لپاره لږ تر لږه یو لړ لومړني کارونه پیل کړي، څو کابل ته د حکمتیار د راتګ لاره اواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې توافقنامه شااوخوا پنځه میاشتې مخکې لاسلیک شوې او څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه د حکمتیار نوم وایستل شو.
حزب اسلامي وايي، د توافقنامې نور مواد چې د حزب اسلامي د زندانیانو خوشې کېدل، د کډوالو راستنېدل او کابل ته د حکمتیار د راتګ لپاره د امنیت نیول پهکې شامل دي، افغان حکومت هېر کړي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو اړیکه مو ورسره ټینګه نهشوه.
د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د موافقتنامې د موادو پر پلي کولو کار روان دی او په ډېر دقت سره پر مخ ځي.
نوموړي زیاته کړه:
"په عالي ترکیب کې یو کمېسیون هره ورځ د موافقتنامې د موادو پر پلي کولو بوخت دی، څو دا مواد دواړو لورو ته قناعت بخښونکي وي، ځیني کارونه وخت نیسي لکه د بندیانو خوشې کېدل دا کار دقت غواړي خو موږ د دې توافقنامې د موادو د پلي کولو په لاره کې کومه ستونزه او خنډ نهوینو."
افغان کارپوه سردار خان ځدران وايي، افغان حکومت او حزب اسلامي باید د سولې د لاسلیک شوې تفاهمنامې ټول مواد په صداقت سره پلې کړي، څو د حکومت نورې مخالفې وسلهوالې ډلې هم له افغان حکومت سره د سولې تفاهمنامو ته راماتې شي.
راپور: خان محمد سیند