د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

۱۳۹۵ کال کې د سولې تأمین برخه کې د حکومت لاسته راوړنې او خنډونه


۱۳۹۵ لمریز کال د سولې په اړه د افغان حکومت لپاره، له ستونزو ډک و، خو لاسته راوړنې یې هم لرلې دي.

د سولې عالي شورا مسؤلین وايي، دغه کال‌یې له ستونزو سره تېر کړ، خو د سولې په لاره کې یې په بریالیتوب سره عمل کړی دی.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ناامنیو او د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره سره، د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‌لیک لاسلیک شو چې د سولې په پروسه کې د حکومت مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مسؤلین وايي، که څه هم په دغه کال کې د سولې پر وړاندې ستونزې موجودې وې خو بیا هم حکومت وتوانېد چې له حرب اسلامي سره د سولې تفاهم‌لیک لاسلیک کړي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډيو ته وویل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د سولې په برخه کې نور پرمختګونه هم شوي دي.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

ښاغلی قاسمیار وايي:

"د حزب اسلامي په وړاندې حکومت یو رغنده دریځ درلود او د سولې تفاهم‌لیک‌یې ورسره لاسلیک کړ چې یو څرګنده لاسته راوړنه ده، زموږ ولایتي کمېټو هم لاسته راړونې لرلې چې شااوخوا یوولس زره مخالفین‌یې د سولې پروسې ته جلب وجذب کړي دي."

ښاغلي قاسمیار دا هم وویل، له نورو وسله‌والو مخالفو ډلو سره هم مستقیمې او غېر مستقیمې اړیکې نیول شوي څو د سولې پروسې ته وهڅېږي.

ده د سولې عالي شورا د مالي امکانانو او مشرتابه هیئت نه‌شتون، په دغه کال کې د یادې شورا ستونزې وبللې.

په ۱۳۹۵ کال کې د سولې پروسه خلکو ته په زړپورې او له خوښیو سره وه.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‌لیک لاسلیک کېدل، د دغې شورا د مشر پیر سید احمد ګېلاني مړینه، د دغې شورا د یوه غړي عبدالحکیم مجاهد له‌خوا طالبانو ته د سولې د فرشتو نوم ورکول، یو شمېر هېوادونو ته د یادې شورا د غړو سفرونه او ځینې نورې موضوع‌ګانې د ۹۵ لمریز کال پېښې وې.

افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‌لیک له لاسلیک کېدو وروسته له نورو مخالفو وسله‌والو ډلو هم وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، د سولې لپاره د حکومت له‌خوا هڅې وشوې خو وسله‌وال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای نه‌شول.

امید میثم.
امید میثم.

ښاغلی میثم زیاتوي:

"د سولې پروسې ډېرې هڅې وکړې څو مخالفې افغاني او نورې ترورېستي ډلې چې د حکومت پر وړاندې ولاړې دي، له دغې پروسې سره یوځای شي، خو له دې پروسې سره د هغو او په تېره د وسله‌والو طالبانو، نه‌ځای کېدل، په دغه کال کې د یوې ستونزې په توګه وه."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي، هغه طالبان چې سوله غواړي، د مذاکراتو ور یې پر مخ خلاص دی او هغه ډلې چې جنګ غواړي، له‌منځه به‌یې یوسي.

خو وسله‌والو طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او له حکومت سره د سولې خبرو ته نه‌دي حاضر شوي.

د ولسي جرګې ځیني غړي د سولې د پروسې په پر مخ بیولو کې د حکومت د نقش په اړه، بېلابېل نظرونه لري.

د دغې جرګې یو غړی نعمت‌الله غفاري مني چې حکومت د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کړي خو ګاونډیو هېوادونو په دې برخه کې رښتینې همکاري نه‌ده کړې.

د یادې جرګې بل غړی ګل پاچا مجیدي وايي، حکومت ونه‌توانېد چې په دغه کال کې له فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي.

ښاغلي مجیدي دغه‌راز زیاته کړه:

"موږ سږ کال ډېر چانسونه لرل چې تر اوسه مو له لاسه وځي او نیتجه‌یې هم نه‌ده ورکړې په تېره هغې ډلې چې له پاکستان څخه خپه دي او همدا اوس هم د افغان حکومت پر ضد جنګېږي، له جنګ څخه د دوی را اړول حتمي او اسانه دي، حکومت باید په دې لاره کې ګام پورته کړي خو نه‌یې دی پورته کړی."

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې نه‌یوازې دا چې په هېواد کې دننه د سولې هڅې شوي، بلکې له هېواده بهر هم له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ناستې جوړې شوي دي.

د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې ناسته، د چین، ایران، هندوستان، پاکستان او افغانستان د استازو په ګډون په مسکو کې ۶ اړخیزه ناسته او د پګواش نړیوالې مؤسسې ناسته هغه راټولېدنې وې چې د افغانستان د سولې خبرې په‌کې شوې دي.

همدارنګه د امریکا په ګډون ځینو غربي هېوادونو هم، د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړی دی.

د اروپايي ټولنې پارلماني پلاوی چې د حوت په میاشت کې افغانستان ته راغلی و، ویلي یې دي چې د دې هېواد د سولې پروسه باید هر اړخیزه او افغان شموله وي.

په دغه کال کې جمهور رئیس اشرف غني پر پاکستان غږ وکړ چې افغانستان ورسره د نېکو اړیکو ټینګول غواړي خو هغه هېواد دې د سیاسي هدفونو لپاره، ترورېستان نه‌کاروي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وايي، پاکستان د سولې په ټینګښت کې له افغانستان سره رښتینې همکاري نه‌ده کړې او نه‌یې غوښتي چې طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي.

افغان حکومت څه باندې اووه کاله وړاندې له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د سولې د خبرو په مقصد د سولې عالي شورا جوړه کړه.

د دې شورا جوړېدل د مشورتي لویې جرګې وړاندیز و چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړه شوې وه.

خو د دغې شورا له جوړېدو څخه په راوروسته کلونو او په تېر یوه کال کې خلکو د دغې شورا د فعالیتونو په هکله مختلف نظریات وړاندې کړي دي.

د کابل ښار دوه اوسېدونکي سردار محمد او نسیم وايي:

"حکومت هڅې وکړې خو ځیني خلک‌یې نه‌کوي، د اشرف غني حکومت ښه کار روان کړی موږ ترې خوښ یو."

"سږ کال خو د حکومت ډېره کمزوري ده، ګډوډي ده او سوله نه‌ده راغلې، په ولسوالیو کې اوس هم ترورېستان شته، هیله ده دولت مو قوي شي او سوله راولي."

د افغانستان د راه نجات شورا مشر او د طالبانو د واکمنۍ یو چارواکی سید اکبراغا وايي، په افغانستان کې د سولې د نه‌ټینګېدو یوازنی لامل، په حکومت کې دننه د مفسدو کسانو موجودیت دی.

سید اکبر اغا.
سید اکبر اغا.

دی وړاندې وايي:

"اداري فساد چې په افغانستان کې د هر چا خوښ وي هغه سوله نه‌غواړي، شخصي ګټې یې په پام کې نیولي او د دولت او ملت په بې‌عزتۍ کې خپل عزت غواړي."

سیداکبر اغا وايي طالبان یو قوت دی او په حکومت کې باید ونډه ورکړل شي

افغان سیاستوال، په کابل او نورو ولایتونو کې د نا امنیو زیاتېدو ته په کتو سره وايي چې د افغانستان د سولې مسئله یوه پېچلې مسئله ده او موافقو نظریاتو ته ضرورت لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې داوود مایار وايي، په هېواد کې دننه ځینې کړۍ او د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه، د خپلو هدفونو په خاطر د افغانستان د سولې پروسې ته ستونزې جوړوي او نه‌پرېږدي چې مخالفې ډلې له افغانستان سره یوځای او سوله ټینګه شي.

عام خلک وايي، د وروستیو ناامنیو زیاتوالي، راتلونکې سولې ته ناهیلي کړي او له حکومته غواړي چې په نوي کال کې دې د سولې لپاره کوټلي پروګرامونه ترتیب کړي څو جنګ ختم او سوله ټینګه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG