د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

کابل ته د حکمتیار د راتګ په وړاندې پر پرتو خنډونو نړېوالې تبصرې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د توافق د عملي کېدو او کابل ته د حکمتیار د راتګ په وړاندې پر پرتو خنډونو لیکنه کړې.

ورځپاڼه د لیکنې په یوه برخه کې د ګلبدین حکمتیار د ویاند قریب الرحمن سعید له خولې وايي:

"توافق شوې او بېرته په شا کېدل ترې نه شته. حکمتیار به د یو مشر په توګه راشي او دا به د افغانستان له سولې سره لویه مرسته وي. ګڼ خلک به د نوموړي هرکلي ته راټول شي او د دوی شمېر به د نوموړي محبوبیت په ډاګه کړي."

خو ورځپاڼه د تحلیلګرانو له قوله وايي، دا لرلید لکه یو خیال ښکاري او د حکمتیار د راتګ په اړه مذاکرات لاهم پرځای ولاړ دي او دې برخه کې رسمي لېوالتیا په کمېدو ده.

واشنګټن پوسټ د دې لیکنې په یوه بله برخه کې وايي:

"په اصولو کې حکمتیار منلې چې خپل وسله وال به بې وسلې کوي، د افغانستان اساسي قانون به مني او سیاسي ژوند ته به داخلېږي. په بدل کې یې افغان حکومت نوموړې ته د جګړې د مهال له تورونو تیرېږي، د سیاسي تنظیمیدنې ازادي به ورکوي او د ده د امنیت لپاره به اقدامات کوي."

خو لیکوال وايي، د سولې د توافق له لاسلیکه میاشتې وروسته هم د دواړو لورو مرکچیان په ځینو مهمو جزئیاتو یوه خوله نه دي.

د ورځپاڼې په وینا حکمتیار غواړي خپل امنیتي ساتونکي ځان سره راولي خو حکومت وايي، د دوی ځواکونه به یې امنیت وساتي.

حکمتیار غواړي چې له حزب اسلامي سره تړلي سلګونه بندیان خوشې شي خو حکومت وايي، یوازې له دوی څخه یوه ډله به له زندانونو خوشې شي.

همدارنګه حکمتیار غواړي چې د ده لسګونه زره هېواد ته ستنېدونکو پلویانو ته د استوګنې لپاره ځمکه ورکړل شي خو حکومت وايي چې دا ممکنه نه ده.

نېشنل انټرسټ خپرونې بیا افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې او په دې جګړې د پوځي ښکیلتیا پر نه مؤثریت لیکنه کړې.

خپرونه د امریکا د کانګرس د ځینو مخکښو غړیو په شمول هغو غوښتنو ته اشاره کوي چې غواړي افغانستان کې د امریکا اوسنی پوځي کمپاین او د امریکايي سرتېرو شمېر وساتل شي او یا دې تردې هم زیات شي.

خو نشنل انټرسټ وايي:

دا پوځي کمپاین افغانستان کې د درې امریکايي ولسمشرانو ، دوه افغان ولسمشرانو او ډېرو امریکايي قومندانانو په دوره کې همداسې دوام لري.

د بېلابېلو جنرالانو له خوا بېلابېلې عملیاتي سټراټیژۍ وازمویل شوې او په بېلابېلو شمېرو امریکايي سرتیري افغانستان ته واستول شول چې تر ټولو ډېر یې سل زره امریکايي سرتیري وو.

د لیکوال په باور افغانستان ته سوله او ثبات یوازې په هغو لارو چې مخکې یې دې هېواد ته سوله او ثبات راوستی؛ راتلای شي.

لیکوال دا لارې افغانستان کې دننه د بېلابېلو ډلو، د واک د مرکزونو او بېلابېلو قومونو ترمنځ جوړجاړی په ګوته کوي.

خپرونه افغانستان کې د پخواني شوروي ناکامې تجربې ته اشاره کوي او وايي:

"بهرنۍ پوځې مداخلې هېڅکله افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته نه ده کړې بلکې د افغانانو لپاره د مقاومت په یو علت بدله شوې ده."

لیکوال د لیکنې په یوه برخه کې وايي، دا خبره بې څه نه ده چې دې هېواد ته د امپراطوریو هدیره وايي.

XS
SM
MD
LG