د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

سعید: حکمتیار افغانستان کې دی، نېږدې ورځو کې به کابل ته راشي


د افغانستان حزب اسلامي وايي چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی او په نېږدې ورځو کې کابل ته راشي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي او فرهنګي چارو مسؤل قریب الرحمان سعید د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت سره د شوي تفاهم لیک د مادو په پلې کېدلو سره سم به ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي.

ښاغلي سعید د تفاهم لیک د مادو د پلي کېدلو په برخه کې ستونزې هوارې شوې ګڼي وايي چې په حکومت کې دننه به ستونزې جوړونکي اشخاص موجود وي خو په خپله ولسمشر له دې موضوع سره ډېره دلچسپي لري.

زموږ همکار اجمل تورمان له ښاغلي سعید سره مرکه کړې او په سر کې یې کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ په اړه ترې پوښتلي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

XS
SM
MD
LG