د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د ګلبدین حکمتیار راڅرګندېدو په وړاندې مهم خنډونه لیرې شوي


د افغانستان حکومت وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ پر حزب اسلامي د یو شمېر هېوادونو له خوا په انفرادي توګه د لګول شویو بندیزونو د لېرې کولو لپاره هم هڅې شوې چې نتیجه به یې ډېرژر نهایي شي.

د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون له لاسلیک وروسته یو مهم پرمختګ هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د بندیزونو لېرې کول و.

جمهوري ریاست او د حزب اسلامي چارواکي وایي چې د دغه تړون ډېر شرطونه عملي شوي او په افغانستان کې د حزب اسلامي د مشر د راڅرګندېدو په وړاندې مهم خنډونه لیرې شوي دي.

د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولي پر تړون د څار د کمېټې مشر وایي، پر حزب اسلامي او مشر یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د ورته بندیزونو د لېرې کولو لپاره هم د افغانستان حکومت د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې هڅې مخ ته وړي چې نتیجه به یې ډېر ژر نهایي شي.

د دغې کمېټې مشر محمد اکرم خپلواک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغو درېیو هېوادونو چې په انفرادي توګه یې پرحزب اسلامي او مشر یې بندیزونه لګولي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ورته بندیزونو د لېرې کولو ملاتړ کړی او له خپله اړخه د لګول شویو بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې یې هم د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي خپلواک وویل، له ټولو لورو پرحزب اسلامي د لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو لپاره هڅې له هغه مهاله چې د سولې تړون لاسلیک شوی، پیل شوي دي.

امین کریم.
امین کریم.

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالات، فرانسه او برتانیا هغه درې هېوادونه دي چې دغه تعزیرات یې وضع کړي دي، هغوی په عمومیاتو کې موافقه کړې ده، په امنیت شورا کې یې د دې لپاره مثبته رایه ورکړې ده خو د خپلو هېوادونو په اړوند هغه یوه ځان ته پروسیجر یا پروسه ده چې پر هغې کارکوو، هېڅ کومه ستونزه په دې کې نشته."

د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون چې له لاسلیک یې څه باندې ۶ میاشتې تېرېږي، د نورو موضوعاتو ترڅنګ یوه مهمه مسئله پر حزب اسلامي د نړیوالو بندیزونو لېری کېدل دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حکومت په رسمي غوښتنه د ګلبدین حکمتیار په ګډون د دغه حزب پرنورو غړیو د سفر او شتمنیو لګول شوي بندیزونه شاوخوا دوه میاشتې مخکې لېرې کړل.

خو د متحدو ایالتونو، فرانسې او بریتانیا له خوا پردې حزب لګول شوي بندیزونه تراوسه په خپل حال پاتې دي.

متحدو ایالتونو د ګلبدین حکمتیار نوم په ۲۰۰۳ کال د نړیوالو تروریستانو په لېست کې شامل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه یې له تورلېسته د حکمتیار د نوم د لېرې کولو لپاره د افغانستان د حکومت له خوا رسمي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.

خو اکرم خپلواک چې د دغه تړون د عملي کولو د ګډې کمېټې مشر دی وایي، په دې برخه کې تماسونه نیول شوي دي.

ښاغلي خپلواک دغه راز تائید کړه چې اروپایي اتحادیې د دغه تړون د عملي کولو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د مالي مرستې ژمنې کړې دي.

اکرم خپلواک.
اکرم خپلواک.

نوموړي زیاته کړه:

"د موافقتنامې د تطبیق لپاره د نړیوالو مرستې هم ضروري دي چې له نېکه مرغه د افغانستان د حکومت لومړنۍ تقاضا ته اروپایي اتحادیې مثبت ځواب ورکړی دی او مطمین یو چې هغه پروګرامونه چې د افغانستان حکومت یې د دغه موافقت نامې د تطبیق لپاره لري، اروپایي اتحادیه یې مالي ملاتړ وکړي."

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د سفیرفرانز مایکل مېلېبن له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دغه اتحادیه به د دوملیونو نه ترپنځو میلیون ډالرو پورې مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان حکومت د متحدو ایالتونو په ګډون له نورو هېوادونو هم د سولې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره د مالي مرستو په تمه دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې په دې برخه کې له امریکا د مالي مرستې غوښتنه به بې ځایه وي ځکه چې تراوسه ښاغلی حکمتیار او ګوند یې د ترورستانو له لېسته نه دي لېرې شوي.

د حزب اسلامي لوړپوړي چارواکي محمد امین کریم چې د افغانستان له حکومت سره یې د سولې د خبرو مشري کړې، ویلي چې متحدو ایالتونو ته پکارده چې د ښاغلي حکمتیار نوم له تورلېسته لېرې کړي او د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره له شوي تړون سره مالي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG