د روسيې ولسمشر له خپل ترکي سيال سره د روسيې او ترکيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ خبر ورکړ.
ولاديمير پوتين او رجب طيب اردوغان ژمنه وکړه چې د سوريې د شخړې په حل کې به په ګډه همکاري کوي.
دواړو ولسمشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د سوريې او عراق پر شخړو، په خپلو کې د اقتصادي او تجارتي اړيکو پر پراختيا او د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه بحث وکړ.
د روسيې ولسمشر وويل، موږ په نړۍ کې د سختو بحرانونو د حل په اړه فعاله هڅه کوو؛ تر هرڅه مخکې په سوريه کې.
ويلاديمير پوتين وويل په سوريه کې د دوى د هڅو له کبله تاوتريخوالى کم شوى دى.
نوموړي زیات کړه:
"د روسيې، ترکيې او ايران د همغږو شويو اقداماتو له کبله په سوريه کې لنډمهاله اوربند په عمومي توګه رعايت شوى دى، د تاوتريخوالي اندازه د پام وړ راکمه شوې ده، موږ له خپلو ترکي متحدانو سره موافقه وکړه چې د تروريستي ډلو، په لومړي ګام کې د داعش پرضد په روانه مبارزه کې فعالې همکارۍ ته ادامه ورکړو."
مسکو ته د اردوغان سفر ته له کرملين سره د اردوغان د اړيکو د غښتلتيا د يوه فرصت په سترګه کتل کېږي؛ په وروستيو کې له لوېديځ سره د ترکيې اړيکې خړې پړې شوې دي.
خو د سيمه ييزو سيالانو روسيې او ترکيې اړيکې په تېرو دوو کلونو کې له لوړو ژورو سره مخامخې شوې دي.
ترکيه او روسيه د سوريې په جګړه کې د مختلفو جهتونو ملاتړ کوي.
دغه اړيکې وروسته له هغې لا پسې ترينګلې شوې چې د ٢٠١۵میلادي کال په نوامبر مياشت کې د ترکيې جټ الوتکو د سوريې سرحد ته نېږدې يوه روسۍ جنګي الوتکه وويشتله.
تر هغې پېښې څو اوونۍ مخکې روسيې په سوريه کې د هوايي حملو کمپاين پيل کړ چې هدف يې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د مخالفینو په نښه کول ګڼل شوي دي.
د ترکيې ولسمشر ويلي چې په روسيه او ترکيه کې يې د انرژۍ د ځينو پروژو پر عملي کولو هم خبرې وکړې.
رجب طيب اردوغان ګډ کنفرانس ته وويل:
"په وروستيو کې موږ د انرژۍ په نړيواله کنګره کې سره يو ځاى وو، دا کنګره ډېره اغېزناکه وه، په ځانګړي ډول زموږ د تماسونو او د انرژۍ په ډګر کې، زموږ همکاري ډېر اهميت لري."
د ترکي او روسي رسنيو د راپور له مخې دواړو مشرانو له روسيې څخه د ميزاييلو د اس ـ۴۰۰ ډوله د هوايي دفاع سيسټم د رانيولو پر مسئله هم بحث کړى دى.