نړۍ
امریکايي رسنۍ: سلګونو پوځيان وسلو سره سوريه کې ګومارل شوي
د امريکا رسنۍ راپور ورکوي چې سلګونو پوځيان له درنو وسلو سره سوريه کې ګومارل شوي دي. دا له رقه ښاره د داعش د ايستلو د هڅو یوه برخه ده.
واشنګټن پوسټ او اسوشيټېډ پریس خبري اژانسونو پرون د دغو ګومارنو په اړه راپور ورکړی او اسوشيټېډ پريس وايي چې دوی به په موقتي توګه هلته وي.
مخکې يوڅوسوه ځانګړو ځواکونو سوریه کې ځايي ځواکونه روزلي دي خو تردې مخکې پنټاګون په مخامخ جګړه کې له ښکیلېدو ډډه کړې ده.
رويټرز بیا راپور ورکوي چې د امریکا اداره غواړي زر کسه امریکايي پوځيان سوريه او عراق کې د داعش پرضد د جګړې لپاره کويت کې د تيار سئ په توګه ځای پرځای شي.
څېړونکي وايي، دغه اقدامات ښيي چې سپينه ماڼۍ پنټاګون ته د داعش پرضد د جګړې لپاره ډېراختيار ورکوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران په دارخوین اټومي تاسیساتو د برید راپورونه څېړي
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې امریکا د یکشنبې په سهار په خوزستان کې د دارخوین د اټومي تاسیساتو په یوه سایټ چې تر کار لاندې وو مرمۍ توغولي دي.
د ایران اټومي انرژۍ ادارې د امریکا دا حمله غندلې او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې بللې.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران دا تاسیسات د بیارغونې په لومړنیو مراحلو کې و او د پخواني تفتیش له مخې لا پکې اټومي مواد نه و ځای شوي.
واشنګتن سمدستي د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دارخوین یوه ملکي اټومي زیربنا ده چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړې.
د ایران د نورو مشهورو اټومي بټیو نطنز او فردو په خلاف چې له بډایه شویو یورانیمو سره تړلې دارخوین به چې کله بشپړه شي د بریښنا د تولید په نیت به کار ترې اخیستل کېږي.
پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي
پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، د ایران په جنوبي ښارونو په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د سنټکام په ټکو،" د ایران هوايي مدافع سیسټمونه، د سواحلو څارونکي سیسیټمونه، سمندري وړتیا او د توغندیو زیرمې په نښه شوي دي".
ایران بیا تیره شپه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل چې دوه امریکايي سرتیري په کې وژل شوي او یو بل نادرکه دی.
دا اتمه پرله پسې شپه چې امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونو کوي.
دغه بریدونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د یکشنبې ناوخته د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ ترسره شي
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې به د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین او هسپانیا ملي لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو لپاره سره مخامخ شي.
دا لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.
د نیمه پایلوبې په پړاو کې ارجنټاین په یوې حساسه لوبه کې، چې تر ۸۵ مې دقیقې پورې له انګلستان څخه د ۱-۰ په وړاندې شاته و، په وروستیو دقیقو کې دوه ګولونه ووهل او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
تر دې وړاندې، هسپانیا هم د فرانسې ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړې وه.
تمه ده چې د امریکا په نیوجرسي لوبغالي کې د لسګونو زره نندارچیانو ترڅنګ دغه لوبه په نړۍ کې د فوټبال میلیونونه مینه وال د ټلوېزیونو په پردو وګوري.
ایران د فارس خلیج هېوادونو ته د پوځي غبرګون خبرداری ورکړ
پر ایران د امریکا د بریدونو له اوومې پرله پسې شپې وروسته، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج ګاونډي هېوادونه باید د "ناڅاپي او متناسب" پوځي غبرګون لپاره چمتو وي.
تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې سپاه پاسداران په خپلې اعلامیې کې هغو هېوادونو ته چې د امریکا پوځي اډې پکې شته، خبرداری ورکړی چې خپل ملکي دفاعي واحدونه فعال کړي او ملکي وګړي له احتمالي پوځي هدفونو څخه لرې وساتي.
د سپاه پاسداران دا خبرداری سمدستي وروسته له هغې خپور شو چې د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې څرګند بدلون راغی. د دې ستراتیژۍ له مخې، بریدونه چې مخکې د هرمز تنګي ته نږدې سیمې پکې په نښه کیدې، د جولای په ۱۸مه د ایران د مرکزي او جنوبي سیمو څو ځایونو ته هم وغځېدل.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د جولای په ۱۷مه ویلي وو چې دغه نوي بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پلان شوي دي.
ګوتریش: د ایران پر ملکي تاسیساتو بریدونه د منلو نه دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویوګوتریش د ایران پر ملکي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په اندېښنه ښودلې ده.
د ګوتریش ویاند سټفین دوجاریک رسنیو ته ویلي،" دغه بریدونه د منلو نه دي".
امریکا په وروستیو څو ورځو کې د ایران پر ملکي تاسیساتو او پلونو بریدونو وکړل.
د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي،"پر ملکي تاسیساتو بریدونه د جګړې له قوانینو سرغړونه ده".
بل د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نژدې خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی چې د امریکا په تازه بریدونو کې د بندرعباس کې دوه پلونه وویشتل شوي دي.
ایران په ځوابي بریدونو کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي څو د جنوب خیتځي اسیا هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، روبیو به د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې له ناستې سربیره په دوو نورو ناستو کې ګډون وکړي.
تمه ده هغه به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.
د جنوب خیتځې اسیا یا (اسه ان)ه ېوادونو ناسته د جولای له ۲۱مې تر ۲۳مې د فیلپین په پلازمینه مانیلا کې ترسره کیږي.
د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د ناستې د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روبیو د سفر موخه په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی او په د ایران په مسله کې د امریکا د ښکلیتا سربیره جنوب خیتځې اسیا ته د امریکا پاملرنه یاده کړې ده.
سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي
سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکي،" په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د امریکا پر هیڅ یوې پوځي اډې برید نه دی شوی او نه هم کوم امریکايي سرتیری وژل یا نیول شوی دی".
د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو ادعا کړې وه چې په سوریه کې يې د امریکا پر التنف پوځي اډې بریدونه کړي او یو شمیر امریکايي سرتیري يې وژلي دي.
دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې په وروستیو شپږو ورځو کې په دوامداره توګه امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونه کوي.
ایران بیا په منځني خیتځ کې هغه هېوادونه په نښه کوي چې د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.
امریکايي ځواکونه وايي په ایران یې د تیرې شپې بریدونه پای ته ورسول
منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام ) وايي په ایران د تیرې شپې نوي بریدونه یې پای ته رسولي دي.
د سنتکام اعلامیه وايي دغه بریدونه چې د تهران په وخت تیره شپه ۲۱:۳۰ پیل شول د جمعې په سهار۵:۱۰ پای ته ورسیدل.
اعلامیه زیاتوي چې ددغو عملیاتو په ترځ کې لسګونه اهداف لکه دافع هوا تجهیزات ، لوژیستیکي او پوځي زیربناوې او د ساحلي رادار تاسیسات له مینځه وړل شوي دي.
بلخوا ایراني رسنیو د وسله والو ځواکونو په حواله په سیمه کې امریکايي اډو باندې د ایران لخوا د نویو بریدونو خبر ورکړ.
ایراني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د ایران اردو او سپاه پاسداران ځواکونو د عراق د کردستان په اربیل ، بحرین او په قطر کې د العدید په اډه بریدونه کړي دي.
قطر مخکې د ایران له لوري دیوه بل برید په وړاندې د خپل غبرګون د هڅو خبر ورکړی و.
ریاض یو ځل بیا د سیمې په هیوادونو د ایران «غیرموجه» بریدونه وغندل
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران هغه بریدونه چې د کوېټ، بحرین او اردن په ګډون پر عربي هېوادونو شوي، «غیرموجه» وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ریاض د خپلو عربي ګاونډیو د هغو متقابلو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ایران د «دښمنانه» کړنو پر وړاندې یې ترسره کوي، او ټینګار یې کړی چې سعودي عربستان د هغوی تر څنګ ولاړ دی.
د تېر کال د کب میاشتې په پیل کې، کله چې امریکا او اسرائیل په ګډه پر ایران برید وکړ، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په ځواب کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د غو بریدونو کې د عربي هېوادونو خلک او تاسیسات نه، بلکې امریکايي پوځي اډې په نښه شوي دي. اما سره له دې چې دغو بریدونو امریکايي اډو ته د پام وړ زیانونه اړولي، د عربي هېوادونو ملکي ساحې ، ودانۍ او نور تأسیسات یې هم څو ځله زیانمنې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت پر متحده عربي اماراتو تر اسرائیلو هم زیات بریدونه کړي دي.
تر اوسه دغو عربي هېوادونو یوازې د غندنې اعلامیې خپرې کړې دي او د ایران د بریدونو پر وړاندې یې ګډ پوځي غبرګون نه دی ښودلی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې سېشنبې په ورځ هم ورته یوه اعلامیه خپره کړې وه.
په غزې تړانګې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ په غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.
ډاکترانو ویلي چې دوه تنه تفاح سیمې ته نږدې په هوايي بریدونو او یو بل کس زیتون سیمې ته نږدې د ټانک په مرمیو وژل شوي.
دوه نور کسان د غزې په لویدیځ کې د کډوالو په یوه کمپ او په خان یونس کې په یوه موټر باندې په برید سره وژل شوي.
د اسراییلو پوځ لا د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.