د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ووټل: سوریه کې به د داعش پرضد د امریکا نظامي حضور وغځیږي


د امريکا د مرکزي قوماندې مشرجنرال جوزېف ووټل د پنجشنبې په ورځ سناتورانو ته ويلي چې دی به نورو پليو ځواکونو ته اړتيا لري چې داعش ته د ماتې ورکولو وروسته په رقعه ښار کې ثبات وساتي.

ده ويلي چې امریکايي ځواکونه ترجګړې ختمېدو سمدستي وروسته نه‎شي وتلای ځکه سوريانو ته به اړتیا وي چې داعش پر شا تمبولای وساتي او ځايي خلکو ته واک په سوله ييزه توګه وسپارل شي.

د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې ته د ووټل خبرې په داسې حال کې دي چې دې وروستيو کې یو څو سوه امريکايي پوځيان سوریه کې وګمارل شول.

له دغو څخه يو شمېر يې د سوريې شمال ته د ترکيې او سوريې پولي ته نېږدې د ثبات ساتلو لپاره وګمارل شول.

ده سناتورانو ته دا هم وویل چې امریکا غواړي له ترکيې سره پر هغه موضوع مسایل حل کړي چې له مخې به يې امریکا په رقعه کې د داعش پر ضد د امریکا په ملاتړ سوري کُردان وکاروي.

په همدې حال کې د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتانياهو د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ته ويلي چې سوریه کې به تر هغه وخته سوله نه‎وي چې ايران هلته ځواکونه او سلاکاران ولري.

د نتانياهو دفتر د پوتین تر کتنې وروسته يوه ويډيو او بیان خپاره کړل.

مسکو کې د کتنې پر مهال پوتين د اسرائيل هغه اندېښنې تاریخي تيرۍ وباله او ويې ويل چې دا اندېښنې د پنځمې پيړۍ پرمهال د اسرائيل پر ضد د پخواني فارس د دښمنۍ پر اساس دي.

دا هغه خبره ده چې نتانياهو د خپلې هغې خبرې په ملاتړ کړې وه چې ايران يې هېواد ته تهديد دی.

د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتانياهو
د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتانياهو

بنيامن نتانیاهو په خپل بيان کې وويل:

"ما د سوريې په اړه روښانه کړه چې اسرائيل سوريه کې د موافقې پرضد نه‎دی خو موږ د داسې موافقې پرضد يو چې له مخې به يې سوریه کې د ايران نظامي او د هغوی د لاسپوڅو حضور وي."

ايران منځني ختيځ کې د اسرائيل نه يوازې علني دښمن دی بلکه د سوريې جګړه کې د بشار الاسد کلک متحد هم دی.

تهران اسد ته نظامي سلاکاران او جنګيالي ورکړي چې ډېری يې په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د ايران په ملاتړ د لبنان د شيعه حزب الله جنګيالي هم له اسد سره مهم ملاتړ کوي.

اسرائيل او امریکا دواړه حزب الله د ايران لاسپوڅې او يوې تروريستي ډله بولي.

نتانياهو ويلي چې اسرائيل پر حزب‎الله ګڼ شمېر حملې کړي دي چې د سوريې له لارې د وسلو د قاچاق مخه يې ونيسي.

دوه کاله مخکې اسرائيل او روسيې موافقه وکړه چې د سوريې په اړه به نظامي عملیات هماهنګ کوي چې پر يو بل د تصادفي حملو مخه ونيسي او نتانياهو څو ځلي مسکو ته تللی چې د سیمې پر مسايلو خبرې وکړي.

روسيه د سوريې او ايران متحد هېواد دی او سوریه کې د سولې د موافقې لپاره د ټولو لورو تر منځ توازن غواړي.

ملګري ملتونه د سولې د مذاکراتو منځګړيتوب کوي او ټاکل شوې ده د روانې مياشتې په پای کې په ژنیو کې بیا پيل شي.

XS
SM
MD
LG