نړۍ
نتانیاهو: څو چې ایران سوریه کې وي هلته سوله نشي راتلای
د اسرائیل صدراعظم د روسيې ولسمشر ته ویلي تر څو پورې چې ایراني سرتېري او پوځي سلاکاران په سوریه کې موجود وي، په دغه هېواد کې سوله نه شي راتلای.
بنیامین نتانیاهو پرون په مسکو کې د روسيې له مشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.
د نتانیاهو دفتر ویلي نوموړي له ولسمشر پوتین سره په کتنه کې په سوریه کې د ایران د نیت په اړه په تفصیل خبرې وکړې.
د اسرائیل صدراعظم ویلي ترکومې پورې چې ایران هلته وي او وايي چې اسرائیل به له منځه یوسي، سوله به ونه شي.
ایران او د تهران له ملاتړنه برخمنه وسله واله ډله حزب الله د سوريې په جګړه کې د بشار اسد له حکومت ملاتړ کوي.
اسرائیل او متحده ایالات حزب الله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دیوالي جشن د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو
دیوالي جشن نن د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لیست کې شامل شو.
د هند په پلازمینه نوي ډيلي کې د یونسکو غونډه پرون پرانیستل شوه چې تر سبا پورې دوام کوي. په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه ارزول کیږي چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د یونسکو د اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دیوالي د هندي کلتور او ارزښتونو مربوط ده.
مودي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې دیوالي د هندي تمدن روح دی او د یونسکو دا پریکړه به د دې جشن نړیوال شهرت لاپسې زیات کړي.
دیوالي د هندوانو له مهمو جشنونو څخه دی چې په هند او نوره نړۍ کې یې هندیان لمانځي.
د اوکراین ولسمشر وایي چمتو دی چې انتخابات ترسره کړي که ورته د ډاډمن امنیت زمینه برابره شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، که چېرې متحده ایالات او نور شریکان یې په خوندي او ډاډمنه توګه د انتخاباتو لپاره د امنیت زمینه برابره کړي چمتودی چې په خپل جګړه ځپلي هیواد کې انتخابات ترسره کړي.
سپینې ماڼۍ د اوکراین له حکومت څخه د ټاکنو غوښتنه کړې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبې د ډسمبر په ۹مه له پولیټیکو خپرونې سره په یوه مرکه کې بیا ټینګاروکړچې "اوس یې وخت دی". د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې په اوکراین چې د روسیې له خوا جګړه روانه ده، د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه داسې مهال کیږي چې د دې هیواد اساسي قانون د جګړې پر مهال ټاکنو ته اجازه نه ورکوي.
زیلینسکي وویل چې دی به پارلمان وهڅوي چې داسې قانون جوړ کړي چې د فوق العاده وضعیت پر مهال ټاکنو ته اجازه ورکړي.
د راپورله مخې که چیرې له روسیې سره په اوکراین کې د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند وشي او د ټاکنو د پروسې د ترسره کیدو ډاډ ترلاسه شي، نو کیدای شي په دې هیواد کې له ۶۰ څخه تر ۹۰ ورځو پورې انتخابات ترسره شي.
د ایراني فلم جوړونکي جعفرپناهي فلم د ګولډن ګلوب د فلمونو د فیستیوال څلورو برخو ته نومول شوی
د ایران د مشهور فلم جوړونکي جعفر پناهي "دا یوازې یو تصادف و" په نوم فلم د ګولډن ګلوب د فلمونو د فیستیوال څلورو کتګوریو ته نومول شوی. نوموړي له دې مخکې سږکال د کن (Palme d'Or) په ګډون دوه نورې جایزې هم ګټلې دي.
په پام کې ده چې د ګولډن ګلوب د فلمونو ۸۳ فیستیوال په راتلونکي ۲۰۲۶ م کال کې جوړشي. د نوموړي فلم، د ترټولو ښه ډرام فلمونو، ترټولو ښه بهرني فلم او د ترټولو ښې ډایرکټرۍ او سناریو برخو ته نومول شوی دی. دغه فلم چې له رسمي اجازې پرته په ایران کې جوړشوی، پکې په دې هیواد کې پر بشري حقونو او سیاسي وضعیت سخت انتقادونه شوي دي.
تیره اونۍ د تهران محکمې ښاغلي پناهي ته په غیابي توګه د یوه کال بند سزا ورکړه او هم یې د دوو کلونو لپاره له هیواده پر وتلو بندیز ولګاوه.
ښاغلی پناهي چې په امریکا او اروپا کې د خپل فلم د نندارې په خاطر اوس له هیواده بهردی، مدافع وکیل یې ویلي چې د اوسکار د فلمونو د فیستیوال له مراسمو وروسته به نوموړی بیرته ایران ته ستون شي.
د اوکراین ولسمشر وایي، "هيڅ اخلاقي مسولیت" نه لري چې خاورې روسيې ته ورکړي
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي وایي، کييف "هيڅ اخلاقي مسولیت" نه لري چې خاورې روسيې ته ورکړي، په داسې حال کې چې واشنګټن د جوړجاړي په لټه کې دی.
هغه پرون دوشنبې د ډسمبر په ۸ په یوه انلاین غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کییف روسیې ته د خاورې پرورکولو غورکوي، وویل: "موږ د اوکراين د قانون، زموږ د اساسي قانون، يا د نړيوال قانون له مخې دا حق نه لرو او نه هم اخلاقي مسولیت لرو چې دا کاروکړو."
زيلينسکي زیاته کړه،" بې له شکه روسيه ټينګار کوي چې موږ دې خاوره ور تسليم کړو. موږ هېڅکله هم نه غواړو چې کوم څه له لاسه ورکړو او موږ د همدې لپاره جګړه کوو."
د امريکا د سولې د پلان په اړه د نظر ورکولو پر مهال زيلينسکي وويل چې دغه پلان ۲۰ مادو ته راکم کړای شوی او هغه مادې ترې لیرې شوي چې د ده په خپره د اوکراين ضد وې.
د اوکراین ولسمشردغه څرګندونې په لندن کې د بریتانیا او جرمني له صدراعظمانو او د فرانسې له ولسمشرسره له خبرو وروسته وکړې.
اسټرالیا له ۱۶ کلنو کشرو نجونو او هلکانو ته د ټیک ټاک او فیسبوک په څېر شبکې بندې کړې
سر له سبا د ډسمبر لسمې په اسټرالیا کې له ۱۶ کلونو کم عمره هلکانو او نجونو ته د ټیک ټاک او فیسبوک په څېر د ټولنیزو شبکو کارول بندیږي.
د اسټرالیا صدراعظم وزیر انتوني البانیز په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې دا قانون د "نه ختمیدونکي انلاین سکرول/ښکته پورته ګرځېدو" او د انلاین نړۍ فشارونو څخه د ځوانانو د ساتنې لپاره وړاندې شوی.
د نوي قانون له مخې، د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه به اړ وي چې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکي کاروونکي وپیژني او لرې یې کړي که نه له درنو جریمو سره مخ کېږي.
د اسټرالیا صدراعظم له ځوانانو وغوښتل چې د ښوونځي د دوبي رخصتیو په جریان کې په خپلو تلیفونونو کې لږ وخت او د کورنۍ، ملګرو او شخصي فعالیتونو سره ډیر وخت تیر کړي.
هغه ځوانانو ته په خطاب ویلي "یو نوی سپورت پیل کړئ، یو نوی ساز زده کړئ، یا هغه کتاب ولولئ چې تاسو له څه مودې همداسې بند ایښی دی."
دوه افغان ځوانان په بریټانیا کې په یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیري لپاره په اوږده بند محکوم شول
څارنوالانو د دوشنبې په ورځ د وارویک کراؤن محکمې ته وویل چې د جان جهانزیب او اسرار نیازي په نوم دغو دوو تنکیو ځوانانو تېره مې میاشت یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په یوه پارک کې لومړی له خپلو ملګرو جلا کړې او بیا یې پرې تیری کړی دی.
په محکمه کې هغه ویډیو هم خپره شوې چې دې نجلۍ په خپل مبایل کې اخیستې وه او په هغې کې د مرستې غوښتنه کوي او له هلکانو غواړي چې خوشې یې کړي.
دې نجلۍ محکمې ته ویلي چې تر هغې پېښې وروسته یې شخصیت ډېر بدل شوی.
جهانزیب، چې د راتلونکي کال په پیل کې ۱۸ کلن کیږي، په ۱۰ کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی او اسرار نیازی په نهه کاله او لس میاشتې بند محکوم شوی دی.
دوی دواړه تېر کال بریټانیا ته تللي وو.
محکمې ټینګار کړی چې دا هلکان به د خپلو سزاوو تر لیدلو وروسته له بریټانیا وایستل شي.
جاپان کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان کړي
جاپان کې د دوشنبې شپې ناوخته یوه زوروره زلزله شوې چې په لومړنیو شېبو کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان کړي.
لږ تر لږه ۹۰ زره کسان هم له خپلو کورونو ایستل شوي.
د زلزلې شدت د ریکتر په کچه اوه نیمې درجې بلل شوی چې د جاپان شمال ختیځ سواحلي سیمې یې لړزولي.
د جاپان د مترولوژۍ ادارې تر دې زلزلې وروسته خبرداری ورکړی چې ښايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سمندر اوبه شاوخوا دری متره راپورته او ساحلي سیمې اغیزمنې کړي.
جاپان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ډیرې زلزلې پکې کېږي.
تر ټولو مرګونې زلزله د ۲۰۱۱ کال د مارچ په یوولسمه د جاپان په شمال ختیځ کې شوې وه چې د ریکتر په کچه یې شدت ۹ درجې وو. د هغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه راپورته شوې او ګڼ ساحلي سیمې یې لاندې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ زره کسان مړه شول.
د اوکراین ولسمشر له اروپایي متحدانو سره د خبرو په هدف نن لندن ته سفر کوي
ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه لندن ته ولاړ شي او هلته د بریتانیا په ګډون له خپلو اروپایي متحدانو فرانسې، جرمني او ایټالیا سره وګوري.
دغه بحثونه به له روسیې سره د سولې پر پلان او دغه راز اوکراین سره د پوځي مرستو پر دوام متمرکز وي.
د لندن بحثونه د امریکا په فلوریدا کې د اوکرایني او امریکایي چارواکو تر درې ورځنیو خبرو وروسته پلان شوي دي.
که څه هم دواړو لورو دا خبرې مثبتې بللي، خو د پام وړ کوم پرمختګ په کې ونه شو.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وایي، خپله وروستۍ هڅه کوي چې د روسیې او اکراین ترمنځ جګړه ودروي.
اسراییل غواړي خپل ځواکونه د سوریې په جنوب کې پریږدي، خو سوریه اسراییل د کړکیچ په پراخولو تورنوي
د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هوډ لري چې ځواکونه یې د سوریې د جنوب په حایل زون کې پاته شي.
نوموړي پرون یکشنبه له خپلو سفیرانو سره یوه غونډه کې ویلي، هیله من دی چې د سوریې د جنوب د غیر پوځي کېدو په اړه هوکړې ته ورسیږي، خو په وینا یې بیا به هم هلته خپل ځواکونه ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع اسراییل نورو هېوادونو ته د کړکېچ په غځولو تورن کړ.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د الشرع اشاره د سوریې په جنوب کې د اسراییل دوامداره هوایي بریدونو او بمباریو ته وه.
اسراییل تېر کال د بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د جولان لوړو او سوریې ترمنځ حایل زون ته، چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کیږي، پوځیان واستول.
اسراییل دا کار د ځان د خوندیتوب او له هغه ځایه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره مهم بولي.
د ډونالد ټرمپ ادارې ۵۵ ایرانیان له متحده ایالتونو اخراج کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، هغه ۵۵ تنه اتباع یې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اخراج کړي، ایران ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر مجتبی شصتي کریمي ویلي ( له اخراج شویو سره د غیر انساني چلند راپورونه ترلاسه شوي) دي.
دا دویمه ډله ایرانیان دي چې امریکا یې اخراجوي.
لومړنۍ ډله په میزان میاشته کې ایران ته استول شوې وه.