د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، پاکستان کې د "ردالفساد" په نوم پیل شوي پوځي عملیات نمایشي بڼه لري او یاد هېواد هڅه کوي چې په دې توګه د افغان حکومت وسلهوال مخالفین او نورې ترورېستي ډلې افغانستان ته راواړوي.
یاد پلاوی وايي، دغه هېواد دې سره غواړي د ترورېزم څخه د ملاتړ له ملامتۍ ځان خلاص کړي او ځان د ترورېستانو ځپلو کې صادق وښیي.
عرفان الله عرفان.
د دغې جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"د پاکستان لهخوا د دغو عملیاتو د پيل یو لامل به دا وي چې د افغان دولت پر مخالفینو او پاکستاني طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان خاورې ته راواوړي او پاکستان له ملامتۍ څخه خلاص شي، پاکستان په دې توګه غواړي نړیوالو ته وښیي چې عملیاتیې پیل کړي او مخالفینیې له خپلې خاورې ویستل، زه فکر کوم دا ټول له ملامتۍ څخه د خلاصون یوه پلمه ده."
ښاغلی عرفان وايي، په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د ځپلو په نوم له دې مخکې هم ورته عملیات شوي چې کومه مثبته نتیجهیې نهدرلوده.
خټک: که پاکستان کې تېر ۱۱عمليات بريالي واى، «ردالفساد» به نهاعلانېداى
په پاکستان کې تر وروستیو مرګونو پېښو وروسته د دغه هېواد د پوځ مشر په ټول هېواد کې د ردالفساد په نوم د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
راپورونه وايي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه سلکونه کورونه، دیني مدرسې او دوکانونه پلټل شوي او د شک پر بنیاد ګڼ شمېر کسان هم نیول شوي چې لسګونه بېګناه افغانان هم پهکې شامل دي.
پاکستاني پولیس وايي پنجاب ایالت کې ۱۳۰۰ مشکوک سخت دریځي نیولي
پاکستان تر دې مخکې په جنوبي وزیرستان کې د راه نجات، درغلم، بیا درغلم او په سوات کې د راه راست او شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسۍ کې د ضرب عضب په نومونو پوځي عملیات ترسره کړي چې د کارپوهانو په باور مثبتې پایلې یې نهدرلودې او یوازې پهکې افغان کډوال او هلته مېشت پښتانه ځپل شوي دي.
کاکړ: د پاکستاني پوځ «رَدُّالفَسَاد» عمليات به د پښتنو پر ضد وي
د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، پاکستان باید دا ځل صادقانه عمل وکړي او پرته له توپيره ټولې ترورېستي ډلې وځپي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، که چېرې په رښتیني توګه پاکستان د ترورېستي ډلو پټنځایونه په نښه او هغوی ځپي په افغانستان کې به روانه جکړه هم ختمه شي.
دولت وزیري.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ هیله دا ده چې پاکستان هغه ترورېستي ډلې چې په پاکستان کې دي او پټنځایونه لري او له هغه ځایه افغانستان ته رااوړي هغوی وځپي، د ښه او بد ترورېست تر منځ توپیر ونهکړي، که چېرې ټول ترورېستان په پاکستان کې وځپي زه ډاډه یم چې په افغانستان کې به هم جکړه ختمه شي."
ښاغلی وزیري وايي، افغان دفاعي او امنیتي بنسټونه د راروان پسرلي لپاره پر يو پلان کار کوي چې د ډیورند فرضي کرښې په شمول د ټول افغانستان د امنیت د ټینګښت او د ترهګرو ځپل پهکې شامل دي.
دی وايي چې د دغه پلان بشپړ جزئیات به په راتلونکو ورځو کې له خلکو او رسنیو سره شریک شي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان هم په دې باور دي چې پاکستان د دغو عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته د ترورېستي ډلو د را اړولو لپاره زمینه برابروي او هڅه کوي چې دغه ډلې د ډیورند فرضي کرښې دې غاړې په یو شمېر سیمو کې ځای پر ځای کړي.
پوځي کارپوه محمد یوسف همت وايي، افغان حکومت باید د خپلو سرحدونو د امنیت ساتنې لپاره جدي اقدام وکړي او سرحدي ځواکونه ښه تجهیز کړي.
راپور: عبادالله حنانزی