د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د بایومټریک سیسټم په پلي کولو سره به د کانکور راتلونکې ازموینې شفافې وي.
د لوړو زدهکړو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د کانکور په راروانو ازموینو کې به د هر ډول درغلیو او بېځایه لاسوهنو مخه نیسي.
د دغه وزارت ویاند فیصل امین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کانکور د ګډونکوونکو بایومټریک کېدلو سره به هېڅڅوک د دې چانس پیدا نهکړي چې د بل چا پر ځای ازموینه ورکړي او یا هم کومه بله درغلي ترسره کړي.
ښاغلی امین ادعا کوي چې د کانکور راروانه ازموینه به سل په سلو کې شفافه وي.
فیصل: بایومټریک سره به کانکور کې د درغلیو مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د لوړو زدهکړو په تاریخ کې د بایومټریک سیسټم په پلي کولو سره د لومړي ځل لپاره موږ ادعا کولای شو چې د کانکور د ازموینې شفافیت تضمین کېږي، ځکه د محصل پېژندنه برېښنايي کېږي، څوک درغلي کولای نهشي، د ناسمو ګټو اخیستلو ټولې لارې تړل کېږي او هغو کسانو چې د نورو پر ځای ازموینه ورکوله نور یې نهشي ورکولای."
فیصل امین همداراز وايي، د بایومټریک سیسټم سربېره په روان کال کې د کانکور هر ګډونکوونکي ته د پوښتنو یوه کتابچه جوړه شوې چې ټول مشخصاتیې پهکې درج شوي او د دې چانس هم نهشته چې پوښتنې د بل چا لاس ته ورشي.
د لوړو زدهکړو وزارت تېر کال هم د کانکور په ازموینه کې د یو لړ اصلاحاتو راوستلو ادعا وکړه چې ازموینې شفافي او په ښو معیارونو ترسره شوې او د ازموینې ګډونوال هم ترې خوښ وو.
که څه هم په تېرو کلونو کې د کانکور د ازموینې د شفافیت په اړه ګڼ انتقادونه کېدل او ان په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور ازموینې له سره واخیستل شوې خو د لوړو زدهکړو وزارت ډاډ ورکوي چې دا ځل د کومې درغلۍ او په دغې لړۍ کې د بېځایه مداخلو چانس نهشته.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د لوړو زدهکړو کمېسیون یو شمېر غړي که څه هم د کانکور د راتلونکې ازموینې شفافیت ته هیلهمند دي خو وايي چې په افغانستان کې دغه سیسټم نوی دی نو ځکه په لومړیو کې به له ځينو ستونزو سره مخ وي.
عبدالقادر قلاتوال.
د دغه کمېسیون غړی عبدالقادر قلاتوال وايي:
"دا لړۍ نوې ده، کېدای شي په لومړي ځل ځیني تخنیکي او نورې ستونزې ولري، خو په راتلونکي کې به اسانتیاوې برابرې کړي."
ښاغلی قلاتوال وايي، له هر څه نه ډېر باید د دغه نوي سیسټم مدیریت ته پام او په وخت سره د کانکور د ګډونکوونکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
هاخوا د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیقالله پتمن وايي، تر هغه چې مرکزي سیسټم درغلیو ته لاره هواره نهکړي هېڅڅوک نهشي کولای چې په کانکور کې لاسوهنه او درغلي وکړي.
ښاغلی پتمن زیاتوي، د لوړو زدهکړو وزارت باید یوازې د کانکور پر ازموینو تمرکز ونهکړي بلکې له کانکوره وروسته هم په لومړي سمسټر کې هغه کسان تصفیه کړي چې په درغلیو یې د لوړو زدهکړو مؤسسو ته لاره موندلې.
راپور: عبادالله حنانزی