د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

وطنوال لوګر کې ۲۵۰۰ ځوانانو ته د کانکور د تیاري زده‎کړې برابرې کړي


په لوګر کې دونیم زره د دولسمو ټولګیو زده‎کوونکو او هغو ځوانانو ته چې د کانکور د تېرو کلونو په ازموینو کې بې‌نتیجې پاتې شوي، د کانکور د تیاري شپږ میاشتنۍ زده‌کړې ورکړل شوې.

د کانکور د تیاري زده‌کړې چې په وړیا ډول په یاد ولایت کې د وطنوال ښوونیز مرکز له‎خوا د ملي سوداګر انجینر عبدالرحمن وطنوال په مالي مرسته ورکړل شوي، فارغان‌يې تمه څرګندوي چې د سږني کال د کانکور په ازموینو کې به خپلو انتخابي پوهنځیو ته لاره پیدا کړي.

د کانکور د تیاري د پروګرامونو فارغانو څخه تېره ورځ په لوګر کې یو ازمایښتي امتحان هم واخیستل شو، تر څو د تاکلي کمېټې له لوري د دې پروګرام مؤثریت او ګټورتوب وارزول شي.

د امتحان صحنې ته د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولایتی شورا رئیس او غړي، د پوهنې ریاست مسؤلین، ملي سوداګر او د یاد پروګرام تمویلونکی انجنیر عبدالرحمن وطنوال، د ادارو رئیسان، قومي مشرانو او یو شمېر ځايي اوسېدونکي هم ورغلي وو.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي

د لوګر والي حلیم فدايي یاد پروګرام ډېر ګټور او د ځوانانو لپاره ضروري وباله ده وویل:

"تر بلې هرې ورځې د خوشالۍ ورځ ده ځکه په دې ځای کې د سعادت، علم، انسانیت، افغانیت او اسلامیت استازي راټول دي، زه د عبدالرحمن وطنوال او د نوموړي ښوونیز مرکز د مسؤلینو او د هغو استادانو چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو هڅې کوي منندوی یم. نور تاجران دې هم د دوی په پل ، پل کېږدي، وطنوال صیب په نورو خلکو کې د پوهنې د ملاتړ مادي او معنوي انګېزه ایجاد کړې، هر هغه څوک چې د پوهنې په اړه انګېزه ایجادوي زموږ لپاره د پوهنې سرلاری او رهبر دی."

د لوګر والي وړاندې وویل، زموږ اساسي ستونزه دا ده چې د علم تر څنګ کسب ته توجه نه‌کوو، د بې‌کارۍ یو علت دا دی چې کسب ته په سپک نظر ګورو، که زموږ زده‎کوونکي له یوې اکاډمیکې ادارې فارغېږي، کله چې بې‌کاره وي باید له کسب استفاده وکړي تر څو د بې‌کارۍ پر مهال خلکو ته دا انګېزه ورنه‎کړي چې علم په درد نه‌خوري.

د کانکور د تیاري د پروګرام یو تن زده‎کوونکی احمد سیر وايي، د دې پروګرام له تعقیب وړاندې يې اصلاً د کانکور د ازموینې لپاره هېڅ ډول تیاری نه‌لاره، خو اوس باوري دی چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته به بریالی کېږي.

د غونډې په پای کې انجنیر عبدالرحمن وطنوال په خپلو لنډو خبرو کې د پوهنې په ارزښت رڼا واچوله او له ټولو خلکو یې هیله وکړه چې په خپلو بچیانو زده‎کړې وکړي.

یاده دې وي، وطنوال ښوونیز مرکز په تېرو دیارلسو کلونو کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په قیمت ۲۲ زره ځوانانو ته د کانکور د تیاري زده‌کړې ورکړي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG