اجرائیه ریاست: پر پاکستان د نړیوالو فشار راوړل د وخت اړتیا ده

افغان حکومت د واشنګټن هغه هڅې د وخت اړتیا بولي چې له مخې يې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور پر پاکستان سیاسي او اقتصادی فشارونه زیاتېږي.

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، د امریکا د متحده ایالاتو د هغه هلو ځلو ملاتړ کوي چې له مخې يې د ترهګرو سره د ملاتړ له امله پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه ډېرېږي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دې لپاره چې په افغانستان کې ترهګري وځپل شي او په سیمه کې القاعده له‌منځه لاړه شي اړتیا ده چې د امریکا په مشرۍ پر پاکستان نړیوال فشارونه ډېر شي.

فیصل: اړتیا ده چې پر پاکستان د نړیوالو فشارونه زیات شي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان بې له شکه د ترهګرو مرسته کوونکی هېواد دی، هلته ترهګر روزل شوي او له هماغه ځایه ورته مالي امکانات برابر شوي دي، د دې لپاره چې په افغانستان کې ترهګري وځپل شي او په سیمه کې القاعده له‌منځه لاړه شي اړتیا ده چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي او په سر کې د امریکا متحده ایالاتونه په دې برخه کې نورې هلې ځلې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ورځپاڼې والسټریټ ژورنال د معلوماتو له مخې امریکا د ترهګرو سره د ملاتړ له امله پر پاکستان د فشارونو د زیاتېدو په لارو چارو غور کوي.

والسټریټ ژورنال وايي، د امریکا څېړنیزو مرکزونو او پالېسي جوړونکو په وروستیو ورځو کې د ډونالد ټرمپ ادارې ته وړاندیز کړی چې د ایران، سوریې او سوډان تر څنګ دې پاکستان هم د ترهګرو د ملاتړو هېوادنو په لېست کې ورزیات کړي.

خو له دې سره د چارو څېړونکي وايي چې پاکستان دا پیغام تر لاسه کړی او هڅه کوي چې په بېلابېلو تاکتیکونو ځان د ترورېزم د ملاتړي پر ځای د ترورېزم قرباني وښيي تر څو له داسې برخلیک سره مخ نه‌شي.

د سیاسي چارو کارپوه سید خالد سادات په پاکستان کې شوې وروستۍ حملې د همداسې لوبې یوه برخه ګڼي او وايي چې پاکستان په ټول توان هڅه کوي تر څو د دغه هېواد په وړاندې د تروزېزم د ملاتړي هېواد تصویر له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې دا لوبه نوې نه‌ده بلکې د لوبې اوسني وخت شدت اخیستی دی په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم ویلي چې موږ داسې شواهد لرو چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د داخل نه پلان شوي او په دې پلمه غواړي د ټرمپ د ادارې توجه ځان ته جلب کړي، ولې په دې لوبه کې پاکستان شاید دومره مخ کې لاړ نه‌شي ځکه اوس نړۍ په دې پوه شوې چې دوی څه کول غواړي او امریکا او نړيوال‌يې څومره تېر ایستي دي."

تېره اوونۍ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د انتحاری بریدونو او بمي چاودنو له امله شااوخوا سل کسان وژل شوي دي.

د لعل شهباز قلندر په زیارت کې حملې لسګونه کسان ووژل.

د ښاغلي سادات په خبره افغان حکومت باید له همدې موقع نه ګټه واخلي او په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه نړیوالو ته نور شواهد هم ورسوي.

له بله پلوه د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي محمد داود کلکاني وویل پر پاکستان د نړیوالو له لوري فشارونه زیاتول هغه څه دي چې له امله‌يې په سیمه او نړۍ کې امن راتلی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د امریکا متحده ایالاتونه پرې بندیزونه ولګوي، پاکستانیان مجبورېږي چې د ترهګرو له تجهیز او تمویل نه لاس واخلي او په دې کې بیا شک نه‌شته چې هم افغانستان او هم نړۍ په امن شي."

له دې سره د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې سرپرست ټېډ پاو هم تېره اوونۍ ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژندل شي.

ښاغلي ټېډ پاو له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې ویلي د پاکستان پوځ د امریکا نه پیسې اخلي او دا پیسې بیا په افغانستان کې د ترورېستانو لاس ته ورځي.

راپور: اکرام‌الله اکرام