د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

عرفان: ولسمشر غني مونشن کنفرانس کې د افغانانو دریځ روښانه کړ


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی جرمني ته د جمهور رئیس غني سفر بریالی ګڼي او وايي، نړیوالو ته د افغانانو دریځ ښه روښانه شوی دی.

د مونشن له امنیتي کنفرانس څخه د افغان پلاوي له راستنېدو سره سم د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی په دغه کنفرانس کې د جمهور رئیس غني وینا د پام وړ بولي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې امله چې جمهور رئیس غني د امنیتي ستونزو په اړه نړیوالو ته مهم پیغامونه رسولي دوی دا سفر مهم ګڼي.

هغه وايي، د افغانستان د جګړې څخه ځانګړی تعریف او دا چې د ترورېزم ځالې چېرته او په وړاندې یې څنګه مبارزه وشي د افغانانو مهمې اندېښنې دي او ولسمشر په مونش کنفرانس کې دا هر څه روښانه کړل.

عرفان الله عرفان.
عرفان الله عرفان.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په اند دا سفر ځکه مثبت و چې جمهور رئیس غني د ملت او دولت پیغام تر یوه حده تر نړیوالې ټولنې ورساوه او هغه دا چې موږ باید د ترورېزم پر وړاندې په مشترکه توګه مبارزه وکړو تر څو هغه هېوادونه وپېژندل شي چې ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي او بیا یې په وړاندې کلک ودرېږو."

جمهور رئیس غني تېره ورځ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې وویل چې د مؤثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده هغه هېوادونه چې ترورېزم‌یې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې تجرید شي.

که څه هم ښاغلي غني د کوم هېواد نوم وانه‌خیست خو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه‌یې وویل چې دا د دوه دولتونو تر منځ نا اعلان شوې جګړه ده.

له دې وړاندې بیا ښاغلي غني د اسیا زړه کنفرانس کې چې په هندوستان کې جوړ شوی و د ورته موضوع په اړه پر پاکستان مخامخ انتقاد کړی و.

ښاغلي غني د لیندۍ په میاشت کې جوړ شوي دې کنفرانس ته وویل د پاکستان سره د پراخو دوه اړخیزو تماسونو سره سره هغه نااعلان شوې جګړه چې دغه هېواد پیل کړې نه‌یوازې چې سړه شوې نه‌ده بلکې لا تېزه شوې ده.

د چارو څېړونکی یوسف امین ځاځی هم وايي چې افغان پلاوي په دې سفر کی نړیوالو ته په واضحو ټکو د پاکستان د سیاست په اړه معلومات ورکړي چې د هغه په وینا تل‌یې د افغانستان د ناکامه کېدو پلانونه تنظیم کړي دي.

له دې سره ښاغلی ځاځی وايي چې د افغانستان د اندېښنو له اورېدو وروسته نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د روانې جګړې په اړه خپل تحلیل هم بدل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانانو پیغام، غږ او ستونزه باید واورېدل شي چې تل‌یې د ثبات لپاره هڅې کړې دي، نړۍ باید لا پاملرنه ډېره کړي او د سیمې وضعیت هسې چې اړتیا ده تحلیل کړي."

د مونشن ۵۳ امنیتي کنفرانس چې د جمعې په ورځ په جرمني کې جوړ شوی و په‌کې د افغان ولسمشر غني تر څنګ د دېرشو څخه د ډېرو هېوادونو مشرانو او له اتیاوو څخه ډېرو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

له دې سره د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې جمهور رئیس غني د دې کنفرانس په څنډه کې د شااوخوا شلو هېوادونو له استازو سره په جلا ډول د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG