د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

ویسا: امریکا پر پاکستان د ډېر فشار راوړلو پرمسئلې غور کوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د مونیخ د امنیتي غونډې او له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي لیکلي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د مرستیال ولسمشر له قوله لیکلي چې افغانستان د ترهګرۍ پرضد ستره مبارزه کړې.

په مطلب کې د مایک پنس په حواله چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې یې خبرې کولې راغلي چې په دې لاره کې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړي او خپله ونډه یې په سمه توګه ادا کړې ده

په مطلب کې د ناټو د سرمنشي دا څرګندونې هم را اخیستل شوي چې ویلي یې دې د ترورېزم د ماتولو لپاره غوره لاره داده چې افغان ځواکونو ته ښه روزنه او تجهیزات ورکړل شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې امریکا د ترهګرو د ملاتړ له امله پر پاکستان د ډېر فشار راوړلو پرمسئلې غور کوي.

په مطلب کې د وال سټریټ ژورنال په حواله راغلي چې د پاکستان په هکله د واشنګټن زغم پای ته رسېدلی او د امریکا حکومت له پاکستان سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د مالي مرستو پرڅرنګوالي هم بیا کتنه کوي.

خو همدې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان پر ړانده غبرګون امریکا ولې چو په پاتې ده؟

د سرمقالې لیکوال ویلي،که پاکستان تر شا څوک نه درلودای په سند کې یې له حملې وروسته افغانستان ته ګوته نه نیوله او نه به یې هم پر افغانستان توغندي توغول.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې جمهور رئیس غنی د مونیخ د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره کتلي دي.

په مطلب کې راغلي چې په دې لیدنو کې پرګډو همکاریو ټینګار او هوکړه هم شوې.

دې ورځپاڼې د نړیوالو رسنیو دا خبره هم په یوه بل مطلب کې اخیستې چې امریکا باید په پاکستان پسې غټ سوټي را واخلي.

هېواد دغه راز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له قوله لیکلي چې پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG