کارپوهان: د مسکو ۶ اړخیزه غونډه د تېرې غونډې قانوني کولو په هدف ده

د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، هڅه کېږي چې د مسکو په شپږ اړخیزه غونډه کې پر هغه موافقو د تائيد مُهر ولګول شي چې مخکې د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې شوي دي.

دوی وايي، مخکې په درې اړخیزه غونډه کې په دې خاطر د افغانستان استازي ته بلنه نه‌وه ورکړل شوې چې د دوی د پرېکړو په وړاندې مخالفت ښکاره نه‌کړي.

یاد کارپوهان وايي روسیه، چین او پاکستان هڅه کوي چې د مسکو په شپږ اړخیزه غونډه کې د تېرې درې اړخیزې ناستې شوې موافقې د افغانستان او سیمې په ګټه وښيي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د شپږ اړخیزې غونډې په وسیله چې نن په مسکو کې جوړه شوې هڅه کېږي چې د پخوانیو پرېکړو په اړه د افغانستان، هند او ایران رضایت ترلاسه او د تائيد مُهر پرې ولګوي.

طاهر هاشمي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن د هغه کنفرانس دوهمه برخه ده چې د تېر کنفرانس د پرېکړو له مخې جوړېږي، په هغه کنفرانس کې چې درې هېوادونو د خپلو ګټو پر اساس کومې پرېکړې کړې وې اوس غواړي چې د هندوستان، افغانستان او ایران د استازو په وړاندې په دغو پرېکړو د تائيد ټاپه ولګوي."

د مسکو د چهارشنبې ورځې ناستې ته افغانستان، ایران، هند، چین او پاکستان بلل شوي چې د افغانستان پر روان وضعیت او د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په تړاو بحث وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د دغه وزارت د ستراتیژۍ او پالېسۍ رئیس چې یو با صلاحیته استازی دی ګډون لري.

د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان په ګډون درې اړخیزه ناسته څه باندې یوه نیمه میاشت وړاندې د افغانستان له ګډون پرته په مسکو کې ترسره شوې وه.

په دغې ناسته کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتوالي اندېښنه وښودل شوه او درې واړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو هوکړه وکړه او همدارنګه چین، روسیه او پاکستان په دې سلا شول چې په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې د چټکوالي په برخه کې همکاري وکړي.

مسکو غونډه: افغانستان کې د داعش نفوذ په زیاتېدو دی

په مسکو کې شپږ اړخیزه ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې روسي چارواکو د داعش په وړاندې له طالبانو سره د اړیکو نیولو خبره تائيد کړې ده.

کابلوف: مسکو د داعش پر ضد له طالبانو سره اړیکه نیولې

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یوه غړې ارین یون وايي، افغانان او افغان دولت د هر هغه هېواد هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.

اغلې یون ازادي راډیو ته وویل که دغه شپږ اړخیزه ناسته د منفي اهدافو لپاره جوړه شوې وي نو په افغانستان کې به د ستونزو د ډېرېدو لامل شي خو که‌یې اهداف مثبت وي نو دې هېواد او سیمې ته به‌یې ګته ورسېږي.

ارین یون.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې راتلونکي کې دوی د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او واقعاً د افغانستان د سولې په برخه کې دوی دوه ګونی سیاست ونه‌لوبوي او په صداقت وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو بیا کېدای شي افغانستان هم راتلونکو مذاکراتو ته لوړپوړي چارواکي ولېږي او علاقه ورسره وښيي."

لاتر اوسه معلومه نه‌ده چی د مسکو شپږ اړخیزه ناسته به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ګټوره ثابته شي او که نه؟

خو له دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي و چې د افغانستان جګړه سیمه‌ییز لاملونه هم لري او له شک پرته د سیمې هېوادونه‌يې په پای ته رسولو کې مهم رول لوبولای شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام