د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

مسکو غونډه: افغانستان کې د داعش نفوذ په زیاتېدو دی


روسیې، چین او پاکستان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی او ورسره د دغه هېواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د دغو درېیو هېوادونو لوړپوړو مشرانو دا څرګندونې په مسکو کې په یوې غونډه کې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

د روېټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په مسکو کې تر دې غونډې وروسته رسنیو ته وویل:

"روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي."

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغو هېوادونو له یادو اندېښنو سره موافق نه‌دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، دا اندېښنې او څرګندونې ناسمې دي چې د داعش فعالیت په افغانستان کې مخ په پراخېدو دی.

وزیري: د داعش په نوم پلمې غلطې دي.
وزیري: د داعش په نوم پلمې غلطې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"هر څوک چې دا پلمې کوي د داعش په نوم باندې یا په بل نوم باندې دعوې کوي دا کاملاً غلطه ده. داعش په افغانستان کې ټکول شوی. د افغانستان حکومت او د افغانستان وسله‎وال پوځ قطعاً اجازه نه‌ورکوي چې داعش په افغانستان کې مراکز ولري، قوي حضور ولري او یا له افغانستانه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي."

ښاغلي وزیري وویل چې داعش جنګیالي په هلمند، زابل او ننګرهار کې ځپل شوي دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ویلي و چې داعش جنګیالیو د افغانستان په ختیځ کې سخته ضربه خوړلې ده.

اخوا سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د ویاند چارلېس کلېفلنډ په حواله لیکلي چې تېر کال د داعش جنګیالي یو نیم تر درې زرو پورې و خو اوس دا شمېر زرو تنو ته راښکته شوی دی.

په افغانستان کې د داعش د حضور د پراخېدو د اندېښنې تر څنګ د مسکو په پرونۍ غونډه کې د بندیزونو له لېستونو څخه د یو شمېر کسانو د نومونو په لیرې کولو هم بحث شوی دی.

روېټرز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا په حواله ویلي:

"درې واړو هېوادونو [روسیه،چین،پاکستان] د کابل او طالب خوځښت تر منځ د یوه سوله‌ییز ډیالوګ د پیاوړتیا لپاره د هڅو په توګه د بندیزونو له لېستونو څخه د ځینو مشخصو کسانو د نومونو په لیرې کولو موافقه وکړه."

خو افغان ولسمشر بیا تېره میاشت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو نوی مشر هبت‌الله اخوندزاده هم د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې روسیې، چین او پاکستان همداراز موافقه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ د ملي پخلاینې د پروسې د لا چټکۍ لپاره هڅې جاري وساتي.

خو افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی د دغو درېیو هېوادونو د وروستۍ ناستې او پایلو په اړه خوشبیني نه‌ښکاره کوي.

افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"په هره هغه قضیه کې چې د پاکستان لاس وي سره له دې چې د کنفرانس د نتایجو په اړه به قضاوت له وخت مخکې وي خو پاکستانیان ډېر صادق نه‌دي. پاکستان غواړي په خپل دې ډیپلوماسیو باندې له نړیوالې انزوا ځان وباسي او یو ځل بیا روسیه او چین په دې وغولوي او یا یې منحرف کړي چې ګواکې پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه واخلي. لکه چې غربیانو ته‌یې په کلونه کلونه فریب ورکړی غواړي روسیه او چین هم تېر باسي."

پاکستاني چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت د ټولو په ګټه دی او هېڅ هڅه به ونه‌سپموي څو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره طالبان وهڅوي.

دغو چارواکو همداراز د مسکو غونډه هم د دغو هڅو یوه برخه بللې ده.

که څه هم افغان چارواکي په پرونۍ غونډه کې د ګډون لپاره نه‌و غوښتل شوي خو ګډونوالو هېوادونو موافقه کړې چې افغان حکومت ته به په راتلونکو غونډو کې بلنه ورکوي.

دا چې افغان حکومت به د روسیې، چین او پاکستان راتلونکې غونډې ته ورځي که څنګه؟ هغه پوښتنه ده چې ځواب‌یې افغان چارواکي نه‌وايي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد وايي، په دې اړه به د چهارشنبې په ورځ تبصره وکړي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي و چې د دې ناستې د پایلو په اړه هېڅ ډول خوشبیني نه‌شته.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG