د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

چارواکي: د ننګرهار په کوټ کې داعش وسله وال سخت ځپل شوي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په تېرو درې ورځو کې د شاهین ۱۳ په نامه په پیل شویو پوځي عملیاتو کې د داعش ۶۵ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او هم۱۳ کلي د دوی له حضوره پاک شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال هم افغان ګډو ځواکونو یو شمېر داعش جنګیالي په کوټ ولسوالۍ کې محاصره کړي دي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"د شاهین ۱۳ په نوم چې کوم عملیات په کوټ ولسوالۍ کې پیل شوي، تر اوسه د ۶۵ په شاوخوا کې داعش وسله وال په کې وژل شوي، د دغې ولسوالۍ ۱۳ کلي د دوی له شتونه پاک شوي، په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د تېښتې لارې محاصره شوي دي، هغه مخالفین چې په یادې ولسوالۍ کې فعالیت کوي، له منځه به وړل کیږي."

دفاع وزارت وايي، که څه هم یادې ولسوالۍ په بشپړه ډول د داعش له شتونه نه دي پاکې شوې.
دفاع وزارت وايي، که څه هم یادې ولسوالۍ په بشپړه ډول د داعش له شتونه نه دي پاکې شوې.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، هغه سیمې چې له داعشه تصفیه کیږي، د پاڅون کوونکو په چوکاټ کې عام خلک ورکې ځای پرځای کیږي او حکومت یې له مالي او پوځي پلوه بشپړ تجهیز ملاتړ کوي.

شاوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې داعش وسله والو د شینوارو په ولسوالیو کې سر راپورته او په کمه موده کې یې خپل فعالیت اچین، سپین غر، نازیان، هسکې مینې، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ته پراخ کړ.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که څه هم یادې ولسوالۍ په بشپړه ډول د داعش له شتونه نه دي پاکې شوې، خو زیاتوي د یادو ولسوالیو هغه سیمې چې پخوا داعش لاندې کړې وې، زیاتې یې اوس د افغان ګډو ځواکونو له خوا بېرته ازادې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، هر ورځ داعش جنګیالي د افغان هوايي او مځکنو ځواکونو له خوا په نښه کیږي او زیاته مرګ وژبله ورته اوښتې ده.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په کوټ او اچین ولسوالیو کې داعش پیاوړی حضور درلود، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوی مقاومت مات شوی، مرکزونه یې له منځه تللي، هر چېرته چې د دوی کوم ګروپ سر راپورته کړي، افغان ځواکونه هغوی محاصره کوي او له منځه یې وړي."

وزیري: په کوټ او اچین ولسوالیو کې داعش پیاوړی حضور درلود.
وزیري: په کوټ او اچین ولسوالیو کې داعش پیاوړی حضور درلود.

ښاغلي وزیري زیاتوي چې داعش جنګیالي په کوټ، اچین، هسکې مینې، چپرهار، پچیر اګام نازیانو او سپین غر کې له ماتې سره مخ شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا ځیني غړي په دغه ولایت کې د داعش ډلې ځپل کېدل مني، خو ټینګار کوي چې په بشپړ توګه لمنځه نه دی تللی.

د دغې شورا منشي ذبیح الله زمري ازادي راډیو ته وویل په هغه ځایونو کې چې داعش په کې فعال دی اوس هم پیاوړی نفوذ لري او په خلکو حکمونه چلوي.

ښاغلي زمري زیاته کړه:

"په هغو سیمو کې چې داعش په کې حضور لري، هلته پياوړی نفوذ هم لري، د دوی له احکامو او حکمونو څخه د سیمې خلک په عذاب دي او سرغړونه هم تېرې نه شي کولای، که موږ ووایو چې داعش په بشپړ ډول له منځ تللی دا به له حقیقته لېرې خبره وي، داعش هغه ځواک چې پخوا یې درلود او په افغان ځواکونو یې حملې کولې اوس یې نه لري او له ماتې سره مخامخ شوي دي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر هغه به په ننګرهار کې پوځي عملیات دوام وکړي، څو په بشپړه توګه سیمه د داعش جنیګالیو له شتون څخه نه وي پاکه شوې.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او داعش جګیالیو ترمنځ د نښتو له امله په سلګونو کسانو خپلې کورنۍ پرېښې او امن سیمو ته کوچېدلي دي.

له دې وړاندې د ملي شورا غړو او د ننګرهار په ګډون د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکو له حکومته غوښتي چې د داعش ریښې باید له منځه یوسي او د سر پورته کولو موقع ورنه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG