د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

ویسا: افغانستان مسکو غونډې ته په ټیټه سطح پلاوی لیږلی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د افغانستان په اړه د مسکو د نننۍ غونډې او دې غونډې ته د افغانستان د استول شوي پلاوي په هکله لیکلي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان حکومت دې ناستې ته په ټیټه سطح پلاوی لیږلی دی.

په مطلب کې راغلي چې په دې غونډه کې د سیمې د مهمو هېوادونو استازي برخه اخلي خو افغان حکومت دې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژۍ او پالیسۍ رئیس استولی دی.

د مطلب لیکوال ویلي چې دا غونډه د ترهګرۍ پرخلاف د سیمه ییزې همکارۍ د جلبولو ښه فرصت دی خو لیکوال ویلي چې دې غونډې ته د افغانستان د ټیټې کچې د پلاوي استول او مبهم دریځ غوره نه دی.

چراغ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې روسیه، چین، پاکستان، ایران او هند په افغانستان کې د روان جنګ د پای رسېدو لارې چارې لټوي.

لیکوال ویلي، دا غوڼده ښیي چې روسیه په افغانستان کې د مهم رول د لوبولو په هڅه کې ده.

د مطلب لیکوال په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور ته په پام ویلي چې دې غونډې ته د متحده ایالاتو او ناټو کوم استازی نه دی بلل شوی.

هېواد دولتي ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي چې د مسکو د غونډې اجنډا د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ او په دې هکله د دغو هېوادونو د همآهنګۍ رامنځ ته کولو په اړه بحثونه دي.

د مطلب لیکوال د مسکو تېرې غونډې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغې غونډې ته افغانستان نه وو بلل شوی او افغان حکومت پرې سخت اعتراض هم وکړ.

او ملي ارمان ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د مسکو په غونډه کې پاکستان باید ژمنه وکړي چې نور له ترهګرو نه ملاتړ نه کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د افغانستان استازی باید په دې غونډه کې موجوده ستونزې د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره شریکې کړي.

سرمقاله لیکونکی وایي، له شک پرته په افغانستان کې سوله هغه مهال راتلای شي چې له دې هېواده بهر په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه یو مخ وتړل شي او د طالبانو مشران چې له هه ځایه په افغانستان کې د جګړې مشري کوي تر فشار لاندې راشي.

د سرمقالې لیکوال په پای کی ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډونکي هېوادونه باید د پاکستان له خوا دا ژمنه ترلاسه کړي چې د ترورېزم پرضد به عملي، رښتیني او جدي اقدامات کوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG