سیاس: د تېرو ۴۸ ساعتونو ورښتونو د لارو بندېدو تر څنګ ۲۳ تنه وژلي

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې اداره وايي، وروستیو ورښتونو د مرګ ژوبلې تر څنګ نېږدې د هېواد ټولې لويې لارې هم تړلې دي.

یاده اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ډېرو ورښتونو له کبله ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په يو شمېر مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې زیاتره مواصلاتي لارې تړلې دي.

د دغې ادارې مرستیال اسلم سیاس د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تقریباً د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورښتونه شوي چې په يو شمېر ولایتونو کې واورې او په يو شمېرو نورو کې بیا بارانونه شوي چې د مرګ ژوبلې تر څنګ‌يې زیاتره مواصلاتي لارې هم تړلې دي.

سیاس وویل چې د دوی مرستندویه ټیمونه هڅه کوي چې خلکو ته مرستې ورسوي او موصلاتي لارې خلاصې کړي.

سیاس: هڅه کوو مواصلاتي لارې خلاصې کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ورښتونه شوي چې په يو شمېر ولایتونو کې بارانونه او په يو شمېر ولایتونو کې درنې واورې شوي چې له امله‌يې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۳ تنه مړه شوي او په يو شمېر ولایتونو کې مواصلاتي لارې بندې شوي چې د خلاصولو لپاره‌يې هڅې روانې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزرات د معلوماتو له مخې د پروان ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د واورې ښوېیدنې له امله ١۶ تنه مړه شوي چې شپږ مېرمنې، شپږ ماشومان او څلور تنه نارینه په‌کې شامل دي.

همدارنګه د يو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د مرګ ژوبلو راپورونه خپاره شوي، خو دقیق شمېر یې لا نه‌دی معلوم.

د مرګ ژوبلې تر څنګ په وروستیو څو ورځو کې ډېرو ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لویې او وړې لارې هم تړلي.

د سالنګ، د حاجي‌ګک کوتل او د کابل کندهار لار د زیاتې واورې او واورې ښوېیدنو له امله تړل شوي چې له امله‌یې سلګونه مسافرین له ستونزو سره مخ دي.

همدارنګه په ختیځ، لوېدیځ او جنوب کې هم ګڼې لویې او وړې لارې د ترافیکو په مخ تړلې دي.

په شمالي ولایتونو کې يو هم د بدخشان ولایت دی چې سیمه‌ییزو چارواکو په خبره د ډېریو ولسوالیو مواصلاتي لارې يې تړلې دي.

د بدخشان مایمي ولسوالۍ کې واورې ښوېیدو ۱۰تنه وژلي

د دغه ولایت مرستیال والي ګل محمد بېدار د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې وروستیو ورښتونو خلکو ته د ځاني زیان تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

بېدار: وروستیو ورښتونو ځاني زیان هم اړولی.

نوموړي زیاته کړه:

"تلفات‌يې خلکو ته ډېر اړولي دي، اوس‌مهال د ۱۴، ۱۵ ولسوالیو لارې تړلې دي، همدارنګه مرګ ژوبله هم لري، دمګړۍ واوره درېدلې ده خو اسمان ورېځ دی او د ورښت بیا امکان شته."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني اړوندو ادارو ته امر کړی چې د واورې او بارانونو د وروستي ورښت له زیانمنو سره د مرستې لپاره همغږي زیاته او د اړتیا په صورت کې دې هوايي ځواک وکارول شي.

راپور: واصل وصال