یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې روسیه په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې ده او غواړي د نړۍ په سترو پرېکړو کې د یو بل قدرت په توګه د امریکا پر وړاندې ودرېږي.
سیاسي کارپوه لطیف نظري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو د روسیې وروستي دریځ ته په اشارې وویل، روسیه غواړي امریکا ته وښیي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو اړوند موضوعاتو په اړه یوازې پرېکړه نهشي کولای بلکې دغه هېواد ته هم باید ونډه ورکړي.
ښاغلي نظري وویل، د روسیې او طالبانو تر منځ وروستیو اړیکو ته په کتو دغه هېواد له دې هم وېره لري چې د افغان سولې له بهیر سره د حکمتیار له یوځای کېدو سره به وسلهوال طالبان کمزوري شي.
نوموړی وايي:
"روسیه غواړي چې د افغانستان او منځني ختیځ هېوادونو په تحولاتو کې امریکا د روسیې رول په رسمیت وپېژني، نو ځکه له مختلفو لارو څخه په استفادې پر امریکا فشار راوړي چې په نړیوالو پرېکړو کې د دغه هېواد ونډه په رسمیت وپېژني او یو اړخیز نظام د نړۍ او سیمې هېوادونو اړوند موضوعاتو کې پرېکړه کوونکی ونهاوسي."
لطیف نظري زیاته کړه، روسیه افغانستان کې د امریکا له حضوره خطر احساسوي او نهغواړي چې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري نو ځکه د هغه په خبره عملاً له امریکا سره په نیابتي جګړه کې ښکېل دی.
له دې مخکې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لیرې کولو مخه نیولې ده.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د دا ډول موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته ۱۰ ورځې وخت ورکول کېږي څو خپل دریځ څرګند کړي خو روسیې ویلي چې د خپل دریځ د څرګندولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.
هاخوا د راپورونو پر بنسټ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې دغه هېواد له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستلو مخه نهده نیولې بلکې هغهیې ځنډولی دی خو دا یې نهدي ویلي چې روسیې ولې ډېر وخت غوښتی.
مسکو دا دریځ په داسې حال کې غوره کړی چې یو شمېر روسي چارواکو څه موده مخکې ومنله چې دوی له طالبانو سره اړیکې نیولې دي.
د افغان حکومت او حزباسلامي تر منځ د سولې د شوي تفاهملیک پر بنسټ د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه ګوند د یو شمېر غړو نومونه باید د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي چې په دې اړه افغان حکومت له ملګرو ملتونو څخه رسماً غوښتنه هم کړې.
په ورته وخت کې د افغانستان سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، که د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې نهشي د افغان سولې پر بهیر به منفي پایلې ولري.
ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:
"زموږ تمه له هغه هېواد څخه چې زموږ دوست دی، دا ده چې د افغان سولې سره همکاري وکړي، که چېرې د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم حذف نهشي منفي پایلې به ولري."
سیاسي کارپوه لطیف نظري وايي، هغه قدرتونه چې په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې دي په حقیقت کې د سیمې ثبات د خپلو هدفونو قرباني کوي.
هاخوا د سیاسي چارو یو بل کارپوه رحیم ستار وایي، په افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو په ګټه هم ده او که په افغانستان کې جګړې ته لمن ووهل شي د سیمې هېوادونه به هم نا آرامه شي.
راپور: عبادالله حنانزی