د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

تر ۳ ورځو له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستلو غوښتنه له "م.م" کېږي


د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو وړاندیز به تر دوو او یا هم درې ورځو پورې د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا ته واستول شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‌لیک د تطبیق ګډه اجرائیوي کمېټه وايي چې پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو د لیرې کولو د کمېټې کار پای ته رسېدلی او وايي، د حکومت د اقداماتو په تمه دي.

د دغې کمېټې یوه غړي محمد امین کریم د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو رسمي وړاندیز به تر دوو او یا هم درې ورځو پورې د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او نورو اړوندو هېوادونو ته واستول شي.

کریم: تر درې ورځو دا غوښتنه م.م ته استول کېږي.
کریم: تر درې ورځو دا غوښتنه م.م ته استول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"ګډه کمېټه خپل کارونه کوي او د بندیزونو د لیرې کولو کمېټې کارونه هم تکمیل شوي دي او هیله لرو چې حکومت د بندیزونو د لیرې کولو وړاندیز رسماً د ملګرو ملتونو سازمان او متحده ایالاتو ته واستوي، زموږ د معلوماتو له مخې دغه وړاندیز به په نېږدې شپو ورځو کې واستول شي."

ښاغلي کریم همداراز د دغې کمېټې د کار له ځنډېدو اندېښنه وښوده.

نوموړی همداراز وايي چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو یې په افغانستان کې له خپلو زندانیانو سره هم لیدلي دي.

د هغه په خبره د دغه لیدلو هدف د زندانیانو د لېست جوړول دي.

ښاغلی کریم وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په پلچرخي، بګرام او یو شمېر نورو زندانونو کې د حزب اسلامي ۲۶۰۰ کسان بندیان دي.

کریم: د افغانستان زندانونو کې تر ۲۶۰۰ د حزب اسلامي کسان بندیان دي.
کریم: د افغانستان زندانونو کې تر ۲۶۰۰ د حزب اسلامي کسان بندیان دي.

هڅه مو وکړه چې په دی اړه په یاد کمېسیون کې د حکومت د استازي اکرم خپلواک نظر هم واخلو، خو هغه له نظر ورکولو نه ډډه وکړه.

څه باندې یوه میاشت مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې تفاهم‌لیک لاسلیک شو او د تطبیق لپاره‌یې د یوې کمېټې په جوړولو هوکړه وشوه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح ټینګار کوي چې کابل ته د حکمتیار د راتګ لپاره د زمینې برابرولو لړۍ باید تېزه شي ځکه د هغه راتګ به نورو وسله‌والو مخالفانو ته یوه ښه بېلګه وي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت ژر تر ژره په دې برخه کې خپل کارونه بشپړ کړي، ځکه د حکمتیار په راتک سره به نورو وسله‌والو مخالفانو ته هم لاره هواره شي او د دې لامل به شي چې پر نظام‌یې باور زیاد شي."

د ښاغلي صالح به خبره، وسله‌والو مخالفانو تل دا ټینګار کړی چې افغان حکومت خپلواک نه‌دی او له افغان حکومت سره د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې د حکمتیار یوځای کېدل به د افغانستان پر حکومت د وسله‌والو مخالفانو د باور زیاتېدو لامل شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG