د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د م.م تور لېست نه د حکمتیار د نوم ایستلو بهیر کله پیلېږي؟


د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو د پروسې د پیل په اړه په حکومت کې مختلف نظرونه وړاندې کېږي.

په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل تر څو چې حزب اسلامي له ترورېستي ګروپونو سره د خپلې رابطې د ختمېدو په اړه رسماً اعلامیه ورنه‌کړي له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو غوښتنلیک نه‌شي جوړېدی.

د سرچینې په خبره ملګري ملتونه د حزب اسلامي د تعهد پر اساس غونډه کوي او که چېرته حزب اسلامي دا کار ونه‌کړي حکومت نه‌شي کولای چې ملګرو ملتونو ته غوښتنلیک واستوي.

خو د سولې د تړون په اجرائیه کمېسیون کې د حزب اسلامي یوه استازي محمد امین کریم ازادي راډیو ته وویل چې حزب اسلامي د ده په خبره له ترورېستي ګروپونو سره ارتباط نه‌درلود او نه‌یې لري او دا خبره د سولې په تړون کې هم تائید شوې ده.

کریم: حزب اسلامي له ترورېستي ډلو سره اړیکه نه‌درلود او نه‌یې لري.
کریم: حزب اسلامي له ترورېستي ډلو سره اړیکه نه‌درلود او نه‌یې لري.

نوموړي زیاته کړه:

​"د دې توافق‌نامې په نولسمه ماده کې په واضح ډول راغلي چې حزب اسلامي له ترورېستي ډلو سره رابطه نه‌درلوده او نه به‌یې ولري، په همدې ترتیب اساسي قانون او اوربند مني او د جګړې د دایمي بندېدو غوښتونکی دی، د حزب اسلامي دریځ د تړون تر امضا مخکې او وروسته روښانه دی، نو د موضوع د تکرار لپاره ضرورت نه‌شته، له موږ په دې اړه کومه غوښتنه هم نه‌ده شوې او که وشي موجه به نه‌وي.​"

ښاغلی کریم وايي، که څه هم د بندیزونو د لیرې کولو کار باید مخکې پيل شوی وی خو د ځینو دلایلو له امله وځنډول شو.

دی وايي، تمه ده ډېر ژر د دولت له ژمنې سره سم د امریکا متحده ایالتو او ملګرو ملتونو ته په دې اړه غوښتنلیکونه واستول شي.

د سولې تړون د اجرائیه کمېسیون د حکومتي پلاوي رئیس محمد اکرم خپلواک بیا وايي چې ملګرو ملتونو ته د لیک د لېږلو پروسه تر ډېره نهايي شوې ده.

خپلواک: پروسه روانه ده، مراحل‌یې چې پوره نهايي شول رسماً به اعلان شي.
خپلواک: پروسه روانه ده، مراحل‌یې چې پوره نهايي شول رسماً به اعلان شي.

ښاغلي خپلواک د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو غوښتنه به څه وخت رسماً مطرح کېږي داسې وویل:

"هغه یوه پروسه ده، پروسه روانه ده، مراحل‌یې طی شوي دي، مراحل‌یې چې پوره نهايي شول رسماً به اعلان شي، دا پروسه تر کار لاندې ده او ډېر ژر به اعلان شي.​"

ښاغلي خپلواک د پنجشنبې په ورځ هم له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې ډېر ژر به د دې پروسې په بشپړېدو سره ملګرو ملتونو ته یو لیک استول کېږي او له تور لېسته به د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو غوښتنه مطرح شي.

افغان ولسمشر د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون د میزان په اتمې لاسلیک کړ.

که څه هم د تړون له لاسلیکه شاوخوا یوه میاشت تېرېږي خو تر اوسه د دغه تړون د تطبیق لپاره اجرائیه کمېسیون رسماً نه‌دی پرانیستل شوی او چارواکي هم له همدې یوې میاشتې راهیسې په کمېسیون کې د ځینو مهمو پروسو د پیل لپاره نن او سبا کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG