د لاسرسي لېنکونه

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې غړي وايي، د حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې هوکړه نیمګړې ده.

د دغې شبکې مشر نعیم نظري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ په شوې هوکړه کې د مدني فعالانو نظر نه‎دی اخیستل شوی.

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې غړي همداراز تأکید کوي چې حکومت باید له حزب‎اسلامي سره د شوې هوکړې په برخه کې بیا غور وکړي.

د دغې شبکې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې افغان حکومت په کراتو دا ویلي چې له حزب‎اسلامي سره په شوې هوکړه کې د ټولنې د ټولو اړخونو نظرونه اخیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG