ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بشري حقونو او مدافعینو څخهیې ملاتړ د ده مکلفیت دی او افغان حکومتیې د تطبیق لپاره په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات هم راوستي دي.
افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ کابل کې د بشري حقونو د مدافعینو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس کې وویل، د قانون تطبیق له ده پیلېږي او هېڅڅوک ترې لوړ نهدی.
د ښاغلي غني په وینا د بشري حقونو د تطبیق لپاره اغېزمنو عدلي او قضایي ارګانونو ته اړتیا ده او حکومت په دې برخه کې اصلاحاتو ته ژمن دی.
نوموړی وايي:
"خوشحاله یم چې عدالت ته لار اسانه شوې او ورځ په ورځ ښه کېږي، نن یو ځل بیا تاسې ته ډاډ درکوم چې د خلکو د حقونو په کلیدي ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ ته ادامه ورکړو، قانون به اول پر ما تطبیقېږي او بیا د افغانستان په ټولو نورو وګړو، دا د افغانستان د ولس اجماع او غوښتنه ده، هېڅڅوک له قانونه لوړ نهدي."
ښاغلی غني دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د افغان حکومت پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د قانون د تطبیق لپاره له بېلابېلو هېوادونو، ټولنو او بنسټونو څخه غږ پورته شوی دی.
دوستم دا مهال د خپل ګوند په پخواني مرستیال احمد ایشچي د بشري حقونو په ضد کړنو تورن دی او بېلابېلو څېرو پر افغان حکومت غږ کړی چې د ورته شعار تطبیق له همدې ځایه پیل کړي.
افغان ولسمشر یاد کنفرانس ته په څرګندونو کې پرته له دې چې د دې قضیې یادونه وکړي وویل چې په هېواد کې د عدالت تطبیق ته لار اسانه شوې او لا اسانېږي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر که څه هم د بشري حقونو برخه کې د کېدونکو هلو ځلو هرکلی کوي خو وايي چې دا مزل لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
اغلې سمر وویل، ناامني، د اصلي ځایونو څخه د خلکو بېځایه کېدل، د دولتي څوکیو څخه ناوړه استفادې، د معلولیت لرونکو او معتادینو په وضعیت او یو شمېر نورو برخو کې لا هم د خلکو حقونه د اندېښنې وړ دي.
اغلې سمر زیاته کړه:
"هغه څوک چې دولتي ادارو کې کار کوي هغه باید بخښلي نهوي او نههم باید د معافیت له سیسټمه استفاده وکړي، خو له بده مرغه اوس هم ډېر زیات هغه کسان چې غیر مسؤله وسلهوالو ته کار کوي او یا زورواکو پورې تړلي دي په افغانستان کې د ډېرو جدي بشري سرغړونو او اداري فساد سبب ګرځي."
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي مرستیاله فرنایل ډهلر کارډل هم د بشري حقونو برخه کې تېرې لاسته راوړنې د پام وړ بولي خو وايي چې افغان حکومت لا هم جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې دې غونډې ته وویل، د بشري حقونو د تطبیق لپاره جمهور رئیس ټینګه ژمنه کړې خو ګډ کار هم اړین دی.
د بشري حقونو د ملاتړو ځينو ټولنو په باور دا وخت له دې امله هم د حکومت ملاتړ او عملي اقدامات مهم دي چې په دې وروستیو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او ډول-ډول قضیې پېښېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: یوسف خان ځدراڼ