پرون سې شنبې ماښام کوټه کې موټرسايکل سپرو وسلهوالو پر يوه ښاري بس ډزې کړي، څلور هزاره توکمه شيعه مېرمنې يې وژلي او د يوې مېرمنې په شمول دوه تنهيې ټپي کړي دي.
ايالتي وزير په پېښه کې د لښکر جنګوي لاس بللى چې وايي، ملاتړ يې هندي استخبارات کوي.
د سې شنبې په ماښام يو ښاري بس له ښاره د هزاره ټاون سيمې ته روان وو، کله چې بس پر کېراني سړک "پودګلي چوک" نومې ځاى ته رارسېدلى، نو پر موټر سايکل سپاره دوه تنه وسلهوال ورته درېدلي، يو تن بس ته ورختلى، پر ناستو ښځو يې ناببره ډزې کړې دي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
دا پېښه په داسې وخت کې وشوه چې د محرم د مياشتې له پيلېدو سره په کوټه کې کلک امنيتي تدابير هم نيول شوي او پر موټر سايکل د دوو کسانو پر ګرځېدو هم بنديز لګېدلى دى.
د پوليسو يو مشر عبدالرزاق چېمه رسنيو ته ويلي چې په بس کې د نارينهوو په شمول شاوخوا ۱۰ تنه ښځې هم سپرې وې، وايي، د وسلهوالو په ډزو څلور تنه مېرمنې وژل شوي او يوه بله مېرمن او يو سړى پهکې ټپيان شوي دي. وژل شوې مېرمنې له هزاره توکمه شيعه لږکيو سره تړاو لري.
د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټي بېګا د پېښې په تړاو يوه بېړني خبري کنفرانس ته په وينا کې يو ځل بيا تور پورې کړ چې په دې پېښه کې هندي استخباراتي اداره "RAW" لاس لري.
ښاغلي بګټي زیاته کړه:
"په بلوچستان کې چې څومره هم وسلهوال سازمانونه فعال دي د ټولو مالي ملاتړ «را» استخباراتي اداره کوي، لښکر جنګوي د پرونۍ پېښې مسؤليت منلى، موږ خبر يو چې څوک د هغوى مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې څوک-څوک هغه تنظيموي، «را» او افغان ملي امنيت په ګډه د دې لښکر مالي ملاتړ، روزنه او د حملو پلانونه ټول په افغانسان کې جوړوي."
د هغه ادعاوې دي چې تل افغانستان او هند رد کړي دي.
په دغې پېښه کې ټپي کسان او د وژل شويو مېرمنو جسدونه سمدستي د کوټې «بي، اېم، سي» روغتون ته يووړل شول.
د روغتون د سرچېنو په وينا د ټپي مېرمنې حالت هم مرګونى دى.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د ژر تر ژره نيولو او په جزا رسولو امر يې کړى دى.
د دې پېښې مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په څرګنده نهدى منلى، خو سني وسلهوالې ډلې لښکر جنګوي تر دې پخوا په بلوچستان کې پر شيعه مسلمانانو د لسګونو حملو مسؤليت منلى دى.
د يادونې وړ ده چې په کوټه او د بلوچستان په ځينو نورو برخو کې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې هزاره توکمه شيعهګان په نخښه کېدل، خو د اوسني ايالتي حکومت په تېره درې کلنه موده کې چې په کوټه کې د شيعه مېشتو سيمو او ايران ته د تلونکو شيعه زيارت کوونکو کلک امنيت نيول کېږي، پر دوى کومه لويه حمله نهوه شوې، خو پرون بيا پر هزاره توکمه شيعه مېرمنو بريد وشو چې پخوا يې سارى نهدى ليدل شوى.
راپور: بارکوال مياخېل