د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د کوټې هزاره ګان وایي، د حکومتي ترهګرۍ ښکار یو


په کوټه کې پر هزاره ګانو باندې وروستيو حملو بيا د دې قوم پرخلکو د ژوند ساحه را تنګه کړې او وايي چې په ښارکې خپلو سيمو کې ايسار ژوند کوي، د دې قوم مشران تور لګوي او وايي چې پرخلکو يې حملې د فرقه ييزاختلاف په نتيجه کې نه کېږي، بلکې دوى د حکومتي ترهګرۍ ښکار دي.

هزاره توکمه شعيه ګان له لسګونو کلونو راهيسې په کوټه او د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي، خو له تېرو شاوخوا پينځلسو کلونو راهيسې پر دوى باندې د فرقه ييز تبعيض په خاطر حملې کېږي.

تېرشاوخوا يوکال د هزاره ګانو د وژنو لړۍ څه نه څه تم شوه، خو د دوى هدفي وژنې د مې پر پينځويشتمه په کوټه کې پر يوه دوکان د ډزو په نتيجه کې د يوه سني تن تر وژل کېدو وروسته پيل شوې، تراوسه په تېرو پينځلسو ورځو کې يوولس تنه هزاره توکمه شعيه ګان وژل شوي، چې اکثر يې دوکانداران او عام خلک دي.

دغو هدفي وژنو د هزاره قوم خلک ترخپلو مېشت ځايونو محدود کړي دي.

له يو سپين ږيري هزاره ابراهيمه مې وپوښتل، بازارته چې ځي وېرېږي که نه:

((ولې نه وېرېږم، بازارته نه شم تلاى، مارکېټ ته د سودا لپاره نه شم تلاى، که ولاړم وژني مې، بس همدلته په خپلو کوڅو کې کلابند پاته يو، زه والله که په خپله ګناه پوهېږم، موږخو هم همدا کلمه وايو، د قران تلاوت کوو، حفظوو يې، خداى يادوو، دا څه بدبختي ده.))

د هزاره ټاون يو ځوان سيد علي اغا وايي، د ده غوندې ځوانان په ښاري بسونو کې له ډاره سفرنه شي کولاى چې ډېرضرور کار ور پېښ شي، نو په موټرسايکلونو په پټ مخ بازارته ځان و رسوي:

((تېرکال چې کومه پېښه له موږ سره وشوه او اوس چې څه کېږي نو ظاهره ده چط وېرېږو، بازارته خو نه ځو چې ځو نو په موټرسايکلونو ځو په ښاري بسونو کې نه ځو، خو له کوره چې وځو د کور يوه ښځه راسره بيايو، ځکه له ښځو سره مو امنيت خوندي وي.

تعليم مې هم نيمګړى پاته شو، د لسم ټولګي تر پاسېدو وروسته ښار ته ″موسى کالج″ ته تګ وو، خو د ناامنۍ له امله مي مور له کوره دباندې نه پرېږدي.))

د کوټې په مري اباد او هزاره ټاون کې افغان هزاره ګان هم له ځايي هزاره ګانو سره ګډ ژوند کوي او هغوى هم وخت په وخت د فرقه ييز تاوتريخوالي په لړ کې د هدفي پېښو او بمي بريدونو ښکار شوي دي.

د افغانستان د غزني د جاغوري ولسوالۍ يو ځوان لياقت علي وايي ډېرى افغان هزاره ګان په کوټه کې د امنيتي خطرونو له امله يا افغانستان او يا نورو هېوادونو ته کډه شوي دي:

((که ريښتيا ووايم، ژوند مو دلته ستونزمن دى، هر څوک يو ډول په اروايي ناروغۍ اخته شوى چې د باندې را وځو هم کورنۍ مو ډاډه نه وي چې موږ چېرې يو چېرې نه يو، سلامت ور ستنېږو که نه، دا اوس هم چې موږ دلته ولاړ يو احتمال شته چې چاودنه يا بله پېښه وشي، د همدغې وضعيت له امله ډېر کډه شول، ډېرو ځايي هزاره ګانو- چې دلته يې کورونه هم لرل او مهاجر نه وو- له افغان هزاره ګانو په استفادې سره نورو هېوادونو ته کډه شول.))

هزاره ګان چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته دلته مېشت شوي، پخوا د کوټې په شمول د بلوچستان په نورو پښتنې سيمو کې هم اوسېدل، خو د وروستيو ناامنيو له امله دوى اکثر يا کوټې ته او يا نورو هېوادونو ته کډه شول.

د کوټې اوسېدونکى محمد رازق هزاره وايي، خلک يې د يوې دسيسې له مخې د مذهبي افراطيانو له خوا وژل کېږي:

((هغه خلک چې جنت ډېر خوښوي او جنت ته په لنډه راځي هغوى دا ډول حالات جوړوي، دا يوه لويه دسيسه ده، موږ خو سيکولر او تعليميافته خلک يو موږ جنجال نه غواړو، ځکه دوى پر موږ ډېرې حملې کوي، البته دلته روزګار او کاروبار نه شته، په دې وجه خلک متاثره کېږي او خامخا به نورو ملکونو ته روان وي، خو داسې مو زړه نه دى چې دا ښار پرېږدو او موږ لاړ شو، دا نه شي کېداى، چې موږ ګرده هم ختم شو خو موږ په دې ښار کې اوسېږو او په هر قيمت دا ښار په مينه او محبت ابادوو.))

د هزاره قوم يو مشر وايي، په بلوچستان کې د استخباراتو او پوځ واکمني ده، ځکه چې وايي مملکت په خپله د دوى د خلکو په وژلو او فرقه ييزه ترهګري کې لاس لري:

((موږ په بلوچستان کې د حکومت ترهګرۍ قرباني يو او حکومت زموږ په وژلو سره دلته د بلوڅو د وسلوال مقاومت په خلاف ابهام پيدا کوي او د حکومت په مقاومت ضد عملياتو کې موږ وژل کېږو او نړۍ ته دا ښوول کېږي، چې په بلوچستان کې فرقه ييز اختلاف او افراطيت دى، خو دلته داسې هيڅ نه شته، دا د مذهب د سياسي استعمال شخړه ده، چې موږ پکې وژل کېږو.))

د هزاره قومي جرګې مشر حاجي عبدالقيوم چنګېزي وايي، په بلوچستان کې په تېرو شپاړسو کلونو کې د هزاره قوم پر خلکو په لسګونو هدفي حملې، بمي او ځانوژونکې بريدونه شوي دي، چې وايي په نتيجه کې يې د دوى شاوخوا دوه زره تنه وژل شوي او شاوخوا څلور زره پکې ټپيان شوي دي. قيوم چنګېزي وايي، په پاکستان کې د نفوسو د شمېرله مخې تر ټولو زيات د هزاره قوم خلک د ترهګرۍ قرباني شوي دي:

((که حکومت وغواړي چې واقعاً ترهګري ختم شي، نو ولې په تېرو شپاړسو کلونو کې- چې زموږ پر خلکو څومره حملې شوي- يو حمله کوونکى نه نيول شوى او که نيول شوى محاکمه شوى نه دى، نو حيران چې موږ چېرې لاړ شو، څه وکړو، چاته فرياد وکړو، موږ د پاکستان له بېلابېلو صدراعظمانو او ولسمشرانو هم غوښتنه کړې، د بلوچستان څومره حکومتونو ته مو چېغې وکړې، خو هيڅوک مو هم چېغې نه اوري.))

د هزاره قوم د مشرانو پر ټولو ادعاوو او تورونو برسېره د بلوچستان ايالتي حکومت پر هزاره توکمه شعيه ګانو د حمله کوونکېو په خلاف د عملياتو ادعاوې کوي او وايي چې په هر ډول افراطيت او ترهګرۍ کې لاس لرونکې کسان به نيسي او په جزا به يې رسوي. د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټى وايي:

((په هدفي وژنو کې چې څومره خلک هم لاس لري د هغوى په ضد عمليات کوو او دا عمليات به دوام لري، دا د دې هېواد په ضد دسيسه ده، دا د هغو ټولو دسيسو برخه ده، چې په نتيجه کې يې د چېن- پاکستان اقتصادي لارې د پروژې تر لاسليک وروسته دلته پېښې شوې دي او څنګه چې دوښمن نن د هر ډول دسيسو او ترهګرۍ په وسيله پر موږ حملې کوي، موږ ټول به يې په ګډه مخته درېږو او دسيسه به يې له ماتې سره مخامخ کوو.))

د يادونې وړ ده چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر شعيه مذهبه هزاره ګانو د پخوانيو اکثرو حملو مسووليت سني وسلوالې ډلې لښکر جنګوي پر غاړه اخيسته، خو په تېرو پينځلسو ورځو کې په پرله پسې هدفي پېښو کې د وژل شويو هزاره ګانو مسووليت تر اوسه هيڅ کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او دا پخپله يوه پوښتنه را پيدا کوي، چې آيا پر هزاره ګانو په وروستيو حملو کې څوک لاس لري؟

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG