د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

بګټي وايي، په هدفي وژنو کې د لاس لرونکو ترهګرو په ضد عمليات پیلوي


په کوټه کې پرون بيا دوه تنه هزاره ګان په ډزو وژل شوي او يو ټپي شوى دى، دا په تېرو څو ورځو کې د هدفي وژنو دريمه پېښه ده.

د بلوچستان د داخله چارو وزارت د دغو هدفي وژنو د مخنيوي په خاطر پر موټر سايکل د دوو کسانو پر ګرځېدو بنديز اعلان کړى او په دغو پېښو کې د لاس لرونکيو کسانو په ضد يې د عملياتو اعلان کړى دى.

په تېرو څلورو ورځو کې په کوټه کې د هدفي وژنو په تازه پيل شوې لړۍ کې تراوسه اووه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

تازه پېښه پرون د چارشنبې په ماسپښين وشوه، وسله والو د کوټې ښار پر مېکانګي سړک د رخت په يوه دوکان کې پر ناستوکسانو ناببره ډزې وکړې، دوه تنه يې په کې و وژل او يا بل يې ټپي کړ.

وژل شويو او ټپي کس له هزاره قوم سره تړاو درلود. تردې پېښې وروسته په ښارکې امنيتي وضعيت ګډوډ شو او د ښار ټول کوچني او واړه کاروباري مرکزونه وتړل شول.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير ميرسرفراز بګټي پرون ماښام يوې خبري غونډې ته وويل چې حکومت يې د فرقه ييز تاوتريخوالي په وروستيو هدفي وژنو کې د لاس لرونکيو وسله والو په خلاف د عملياتو پرېکړه کړې ده. سرفراز بګټى وايي، د وړمې ورځې تر بريدونو وروسته يې د ښارله بېلابېلو ځايونو اووه مشکوک کسان نيولي او له هغوى څخه يې وسله هم ترلاسه کړې ده، ده په عملياتو کې د عامو خلکو د وژنو د اندېښنې په اړه وويل چې امنيتي ځواکونه به يې په هيڅ ډول بې ګناه خلک ونه وژني:

((زه خلکو ته دا باور ورکوم چې له بلوچستانه به د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې نه کښېنو او د ترهګرو چې کوم پناه ځايونه دي هغه به تباه کوو، خو په عملياتو کې کله- کله داسې کېږي چې د وسله والو او امنيتي ځواکونو په نښته کې که په خطايي سره کوم عام کس ووژل شي د دې هيڅ توجيه نه شي کېداى، د هغه لپاره هم موږله احتياطه کار اخلو، خو هيڅ داسې پاليسي نه شته چې عام خلک مو دې په نخښه شي او زموږ امنيتي ځواکونه زموږ محافظين دي هغوى دا تصورهم نه شي کولاى چې بې ګناه خلک و وژني.))

بل لورته د پيپلزګوند ايالتي مشرميرصادق عمراني وايي، د بلوچستان ټولې ستونزې سياسي دي او سياسي ستونزې بايد د خبرواترو په وسيله حل شي، نه د وسلو په زور:

((د پيپلزګوند دريځ دا دى چې د مذاکراتو سياست بايد خپل شي او ستونزې په خبرواترو حل شي، که حکومت له زوره کار اخلي او که د دې وطن خپل اوسېدونکي وسله ور پورته کوي، موږ د ټوپک پرسياست باورنه لرو، موږتل له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې راشئ پر مېز باندې مذاکرات وکړئ، د بلوچستان ستونزې بايد په خبرو اترو حل شي.))

ايالتي حکومت د تېرې يکشنبې ترهدفي حملې وروسته چې يو سني تن په کې و وژل شو؛ په کوټه ښارکې پر موټرسايکل د دوو کسانو پرګرځېدو بنديز اعلان کړ، د پوليس چارواکيو په وينا په تېرو درو ورځو کې يې شاوخوا شپږ سوه موټر سايکلونه د حکومت له دې امره د سرغړونې په تورنيولي او له ځينو کسانو څخه د وسلو د ترلاسه کولو ادعا هم کوي.

دا عمليات په داسې حال کې پيلېږي چې وارله مخه لا له تېرو څو مياشتو راهيسې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د نوي ملي پلان له مخې د بلوچستان په اکثرو سيمو کې د وسله والو طالبانو او وسله والو بلوڅانو په ضد وخت په وخت د پلټڼې عمليات کېږي.

د تېروڅلورو ورځو د هدفي وژنو غوندې پر هزاره توکمه شيعه ګانو د پرونۍ حملې مسووليت هم تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو په بلوچستان کې پرشيعه مسلمانانو د حملو مسووليت اکثر لشکرجنګوي سني وسله واله ډله پر غاړه اخلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG