د افغانستان د سولې عالي شورا وايي نړیواله ټولنه له حزب اسلامي سره د سولې موافقې له لاسلیک سره سم په دغه ګوند د بندیزونو ختمېدو لړۍ پیلوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ژمنه کړې چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې موافقې له لاسلیک سره سم په دغه حزب د بندیزونو ختمېدو پروسه پیلوي.
د سولې د عالي شورا مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دې ګام ته نېږدې شوي او د موافقې لاسلیک یوازې د ځينو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.
د یادې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وویل چې د حزب اسلامي یوه مهمه غوښتنه د بندیزونو ختمېدل وو چې افغان حکومتیې پوره کېدو ته هڅې کړي دي.
ښاغلي اوچقون وویل:
"هغه څه چې حزب اسلامي غوښتي وو، نړیوالې ټولنې په سر کې یې امریکا، د امنیت شورا او اروپایې ټولنې ژمنه کړې ده چې د توافقنامې له لاسلیک سره سم په حزب اسلامي د بندیزونو ختمېدو لړۍ پیلوي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ګلبدین حکمتیار نوم د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره د اړیکو له امله په تور لېست کې شامل کړ.
له دغه لېست څخه د نوموړي نوم ایستل او په حزب اسلامي د بندیزونو لیرې کول له افغان حکومت سره د سولې پهخبرو کې د حزب اسلامي اساسي شرطونه وو.
له دې سره د سولې عالي شورا، په پرېکړهلیک کې ځيني ادبیاتي ستونزې د نصبي اجماع جوړول، او د اختر رخصتی هغه څه بولي چې په وینا یې د دې موافقتنامې لاسلیکیې ځنډولی دی.
خو د شورا چارواکي د دې ستونزو حل ته خوشبین دي او وايي چې د تخنیکي ستونزو له حل سره د سولې موافقه ژر لاسلیکېدونکې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نېږدې پنځه میاشتو راهیسې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې خبرې روانې دي.
د چارو ځيني کارپوهان چې د روغې جوړې دا پروسه له نېږدې څاري د سولې لپاره د افغان حکومت او حزب اسلامي هڅو تر څنګ د نړیوالې ټولنې ژمنتیا هم مهمه بولي او وايي چې دغه هڅې به د دې لامل شي څو نورې ډلې هم د سولې پروسې سره یوځای شي.
له دې ډلې محمد داود مایار وايي:
"د نړیوالو معیارونو مطابق هر کله چې د حکومت او کومې مخالفې ډلې تر منځ توافق کېږي او حکومت هم وړاندیز کوي نو ملګري ملتونه چې امنیت شورا د هغې برخه ده مکلفه ده چې په هغې غور وکړي، ورته کار وکړي او تائید یې کړي دې کار ته ژمنتیا اړینه ده."
له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي دواړو لورو په اکثره نورو وړاندیزونو هم موافقه کړې او د محتوا له اړخه د سولې په موافقې کې هېڅ ستونزه پاتې نهده.
خو له دې ټولو سره خلک په داسې وخت کې لا هم د دې پروسې وروستیو نتیجو ته منتظر دي چې څو ځله د پرېکړهلیک په وروستي کېدو له ټينګار سره سره د روغې جوړې دا پروسه بې لاسلیکه پاتې ده.
راپور: یوسف خان ځدراڼ