پاکستان ته تلونکي افغانان وايي، د پاکستان په قونسلګرۍ کې د ویزو د راویستلو په سر ترې پيسې اخیستل کېږي او هغه کسان چې د پیسو ورکولو توان ونهلري هغوی ته په اوونیو-اوونیو نوبت نهورکول کېږي.
د ننګرهار ولایتي اداره، ولایتي شورا او د پاکستان قونسلګرۍ مسؤلین هم د ویزو اخیستلو په سر د فساد مسئله مني.
په همدې هدف د چهار شنبې په ورځ لسګونه کسان د ننګرهار ولایتي شورا انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او ويليې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته د ویزې اخیستلو په خاطر ورځي خو څوکيې عرض نهاوري او هغه کسان چې پیسې پرې ورکوي په دوه ورځو کې ورته ویزه ورکوي.
څو تنو ازادي راډیو ته داسې وویل:
"امين جان یم، پرون زموږ ورور له نورو ملګرو سره ورغلی و، هغوی ورته ویلي وو چې که پیسې لرې همدا نن ویزه درکوو او که پیسې نهلرې نو بیا نوبت ته کېنه هغو چې پیسې ورکړې په هماغه ورځيې ویزه ورکړه او چې پیسې نهلري بیا که په میاشت کې نوبت ورغی او کله بیخي نوبت نهورځي."
"زینالله یم، دلته د ویزې په سر پیسې اخيستل کېږي که څوک شپږ زره کلدارې ورکړي سمدلاسه ویزه ورکوي او که پیسې ونهلري زما غوندې غریب وي هغه ته په پنځلس ورځو کې نوبت نهرسېږي."
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی هم د دې کسانو خبرې تائيدوي او وايي، په قونسلګرۍ کې یوازې د پيسو په مقابل کې خلکو ته ویزې ورکول کېږي.
ښاغلي دراني زیاته کړه:
"یو څوک راځي دلته د قونسلګرۍ شاته له خلکو نه پاسپورټونه د پیسو سره یوځای جمعه کېږي خو دا پیسې یا قونسل ته رسي، یا مأمور ته رسي او یا هم یوه کس ته رسېږي دا څه پټه خبره نهده."
په ننګرهار کې د پاکستان قونسل فرمانالله يوسفزی پر خپلو کارکوونکو هر ډول لګېدلي تورونه ردوي او وايي، هغه کسان چې د پولیسو لهخوا دوی ته پرېښودل کېږي د دوو ورځو په جریان کې ورته ویزې ورکوي.
نوموړي وويل، د خلکو ستونزې پر ځای دي خو دا ستونزې د قونسلګرۍ کارکوونکو نه بلکې امنيتي مسؤلینو خپلو خلکو ته جوړې کړي دي.
ښاغلی یوسفزی زیاتوي:
"موږ ته چې کوم خلک د امنیت لپاره راکړل شوي دي هغوی امنيتي کار پرېښی دی هغوی زموږ کړکۍ ته هغه خلک راپرېږدي... نهشم ویلای درته. خو تر کومه ځایه چې قونسلګرۍ پورې تعلق لري قونسلګري خپل کار کوي او زموږ پر کار کوونکو الزامات بېځایه دي."
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، له دې مخکې هم خلکو دوی سره ورته ستونزې شریکې کړې وې.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي په وینا دوی د دې ستونزې د بنيادي حل په هدف هڅې پيل کړي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:
"د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د زیاتو مراجعينو له امله موږ سره هم د فساد ستونزې شریکې شوي یو څه اقدامات هم شوي او په یوه پلان کار روان دی چې دا مشکل په بنيادي ډول حل شي."
د ولایتي چارواکو په وینا څه موده وړاندې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته یو تن کمېشنکار له خلکو نه د پیسو اخیستلو په تور نیول شوی هم و او خلکو تهيې ډاډ ورکړ چې په فساد ککړ کسان به د قانون منګولو سپارل کېږي.
د کتونکو په اند د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د خلکو بېځایه ځورونه له هغه وخته پيل شوې چې د ډیورنډ کرښې ته نېږدې د تورخم په ښارګوټي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دروازې د لګولو په سر ناندرې راپورته او په وسلهواله نښته بدلې شوې.
ننګرهار: شاه محمود شينواری