د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د تورخم دروازه د دریمې ورځې لپاره هم تړل شوې


د ننګرهار ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د دریمې ورځې لپاره هم د مسافرو پر مخ بنده ده که څه هم دلته په تورخم کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر پخوا کمه شوې خو لا هم ځيني خلک چې د نورو لېرو ولایتونو نه راغلي د تورخم دروازې د خلاصېدو انتظار کوي.

یو شمېر افغان مسافر چې لا هم د دروازې د خلاصېدو په تمه ناست دي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دلته په تورخم کې د اوسېدو ځایونه نشته خلکو سره زنانه او ماشومان دي ځيني بېرته خپلو کورو ته ستانه شوي او ځيني د سړک پر غاړو د دکانونو څنډو په تمه ناست دي:

"نورجان: پرون نه چې جنازې پرتې دي بیګاه د شپې یولس بجې مې راپوریستې یو دوه جنازې نور مریضان او جنازې هاخواته پراته دي هیچاته اجازه نشته چې تګ راتګ وکړي.

زيړي ګل: دلته هوټل کې خونه نشته چې سړی ونيسي بس دغلته بس هسې په بیابان باندې پراته یو."

د تورخم اوسیدونکی خيالی وايي، د دې دروازې د بندېدو له امله خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

د تورخم اوسیدونکی خيالی وايي، د دې دروازې د بندېدو له امله خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
د تورخم اوسیدونکی خيالی وايي، د دې دروازې د بندېدو له امله خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

دی وايي، افغان مشران د خلکو له حاله ځان نه خبروي او ډيری خلک په سختو لارو په غرونو تګ راتګ کوي:

"اوس که ډاکټر عبدالله وای یا اشرف غني وایي، دلته پر خلکو څومره مشکلات دي جنازې هاخوا په قطار ولاړې دي مریضان ولاړ دي ډېر خلک په شمشاد غره اوس اوړي هلته زنانه بې هوښه شوي باید د دې مشکل حل پيدا شي."

په ختیځه سیمه کې د سرحدي لوا مرستیال ذبیح الله قاضي زاده وايي، هڅې روانې دي چې د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شي خو تر اوسه کومې نتیجه ته نه دي رسیدلي.

دی وايي، تر هغې چې دا ستونزه حل کيږي دوی خپلو ځواکونو ته د تيارسی امر کړی:

"دا خو د نظام اصول دي چې په دغسې حالاتو کې اماده باش ووسو موږ هم خپلو ځواکونو ته د تیارسي امر کړی تر څو چې دا مشکل حل کيږي."

د ننګرهار د ولایتي چارواکو په خبره د تورخم دروازه د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه د مسافرو پر مخ وتړل شوه چې افغان سرحدي ځواکونو د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړېدو مخه ونیوله.

د ویلو ده چې د تورخم دروازه نه یوازې د مسافرو بلکې د تجارتي مالونو پرمخ هم تړل شوې ده او دواړو غاړو د سوداګرو مالونه بند پاتې دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG