د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ننګرهار: تورخم دروازه د دویمې ورځې لپاره هم بنده ده


د سې شنبې ورځې راهیسې د ننګرهار د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ تړل شوې او دواړو غاړو ته په سلګونو مسافرو د لارې د خلاصېدو په تمه د شنه اسمان لاندې شپه ترسهاره تېره کړه.

له تورخم څخه افغان مسافر رحمان الله شینواري ازادي راډيو ته وویل چې د دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو خلک چې زیاتره يې زنانه، ماشومان او ناروغان دي بې سرنوشته پراته دي:

"دلته دا د تورخم لاره له پرون راهیسې بنده ده هاخوانه جنازې دي خلکو سره له دې غاړه مریضان دي یو هم نه پرېږدي بیګا باران هم وشو دا خلک زنانه ،ماشومان او سخت سخت ناروغان دلته په جوماتو او دکانونو کې پراته دي زموږ دا غوښتنه ده چې دا لاره دې خلاصه شي خلکو ته يې سخت مشکل جوړ کړی دی."

د ډيورنډ کرښې هاخوا سیمې اوسیدونکی بشر وايي، له تېرې ورځې راهیسې هم د تورخم دروازې سره او هم د میچنۍ په ساحه کې د مسافرو پرمخ لاړه تړل شوې.

دی وايي ځوانان اوس د شمشاد غره په کنډو کپرو افغانستان ته تګ راتګ کوي خو سپين ږيري، زنانه او ماشومان په سره لمر کې د دروازې دخلاصېدو انتظار کوي:

"دا دروازه خو له پرون نه بنده ده او پاس د ميچينی نه هم خلک نه راپرېږدي دا لواړګي خواته چې ده او دیخوانه هم خلک نه پرېږدي ډېر خلک په تکلیف دي مریضان دي او جنازې دي خلکو سره کوم ځوانان کسان چې ځوانان دي زه يې اوس هم وینمه د شمشاد په غرونو باندې روان دي او نور مریضان او سپين ږيري او زنانه بس پراته دي چې دروازه خلاصه شي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، تېره ورځ پاکستاني ملېشو غوښتل چې د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي خو د افغانستان سرحدي ځواکونو لخوا يې مخالفت شوی.

دی وايي ولایتي اداره هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي:

"پاکستاني منصوبینو غوښتل چې ځينې تحرکات چې غیر قانوني و دوی د تورخم په پوله کې ترسره کړي خو زموږ سرحدي ځواکونو يې مخه نيولې د دواړو غاړو ترمنځ خبرې هم تبادله شوي او سمدلاسه يې د مسافرو پرمخ دروازه تړلې دوی وايي تر هغه چې د کار کولو اجازه نه وي ورکړل شوي دروازه به بنده وي خو موږ هڅه کوو چې دا ستونزه د خبرو له لارې هوارې شي."

دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ تړل کېږي له دې وړاندې په وار وار په مختلفو بهانو دغه لاره تړل شوې او همیش د دروازې د بندیدو له امله د تورخم په لاره تلوونکي مسافر له ستونزو سره مخ کېږي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG