د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

لاهم په تورخم کې افغان مسافر ځورول کيږي


پاکستان ته تلوونکي افغان مسافر وايي، په تورخم کې د ډيورنډ پر کرښه افغان مسافر چې ډيری يې ناروغان دي د تګ راتګ پر مهال په مختلفو بهانو ځورل کيږي.

دوی وايي، پر دې پوله پاکستاني ملیشې یوازې بهانې لټوي او تر هغه ورته اجازه نه ورکوي چې تر څو يې ترې پيسې نه وي اخیستې.

څو تنو افغانانو په تورخم کې ازادي راډيو ته په دې اړه وويل:

"جاوید: یو افغانی که هاخوا لاړه نو پیسې ترې اخلي دا اوس يې مانه پينځه سووه روپۍ واخیستې او یو موبایل يې رانه واخیسته او هغوی دلته ازاده ګرځي او انتحاري بریدونه هم دوی کوي خو چا ورته څه ونه ویل دا اوس زما د زړه نه څوک خبر دی.

سیدان شاه: په دې لاره کله افغانان ځي او ناروغان د تداوی لپاره ځي که پاسپورټ هم ورسره وي په عذابوي يې او پیسې ورنه اخلي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په ننګرهار کې د پاکستان قونسلر نظر هم واخلو ولې بريالي نه شو.

خو بل خوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزی د افغان مسافرو دغه ستونزې مني او وايي، دوی دا مسئله له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او باید د ډیپلوماټیکو لارو دا ستونزې حل شي.

د ننګرهار والي سلیم خان
د ننګرهار والي سلیم خان

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"یو هغه مسایل دي چې په محلي سطحه باید بحث شي او یو هغه مسایل دي چې په مرکزي سطحه بحث شي ماته مکتوب په رسمي ډول راغلی و او په کې غوښتنه شوې وه چې افغانان باید د پاسپورټ له لارې لاړ شي او له دې پرته اجازه نه ورکول کیږي ما دا ستونزه له مرکزي دولت سره شریکه کړې ده او دا موضوع باید د ډيپلوماټیکو لارو بحث شي او انشالله ډير ژر به دا ستونزه حل شي."

د تورخم په دروازه هره ورځ په زرګونو افغان مسافر تګ راتګ کوي څوک د خپلو او خپلوانو کره او څوک هم د خپلو ناروغانو د تداوی لپاره ځي.

که څه هم افغانانو په تېرو وختونو کې په وار-وار د دې ستونزې نه شکایت کړی ولې تر اوسه د دوی دا ستونزه نه ده آواره شوې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG