د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

ننګرهار: پر تورخم ښارګوټي بيا توغندیز بریدونه شوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د یکشنبې په سهار شاوخوا نهه بجې په تورخم کې د سرحدي پولیسو پوستو ته نېږدې سیمه کې دوه توغندیز بریدونه شوي خو تلفات نه لري.

که څه هم د سیمې خلک وايي، دغه بریدونه د ډیورند کرښې له هاخوا سیمې څخه شوي، ولې د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګیاڼي وايي، دوی ته لا نه ده څرګنده چې دا بریدونه د چا له خوا شوي خو نوموړی وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي:

" دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له خوا شوي که د وسله والو مخالفینو له لورې خو په دې اړه پلټنې روانې دي."

د تورخم ښارګوټي څخه يوه ځايي اوسېدونکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل دا اوسنۍ ستونزه نه ده له ډېر پخوا راهیسې د ډيورنډ کرښې له هاخوا غاړې څخه وخت ناوخته بریدونه کېږي چې د دې غاړه د خلکو ژوند يې تریخ کړی دی:

"دا خو له ډېر وخت راهیسې کله کله داسې پېښې کېږي یوازې نن نه دی نن سهار خو نهه بجې یو توغندی وشو، د سرحدي پولیسو پوستو ته نېږدې وتوغول شو، بیا نیم ساعت وروسته خو ترغرمې پورې اته بریدونه وشول خلک یې سخت په تشویش کې کړي دي ."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر اچین ولسوالۍ ته د خپل سفر پرمهال وویل، پاکستان هڅې پيل کړي چې پر ډيورنډ کرښه سړکونه او پوستې جوړې کړي.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دې کار مخه ونيسي کنه ولسوونه د خپلې خاورې دفاع ته تیار دي:

" له حکومته غواړو چې د ډیپلوماټیکو لارو څخه بین المللي ټولنې سره په ګډه د پاکستان حکومت سره خبرې وکړي چې د افغانستان اراضي کې سړکونه مه جوړه وه او پوستې مه جوړه وه، کنه موږ به خپله مجبوره شو د خپلې خاورې نه دفاع وکړو."

خو عطاالله خوګياڼي وايي، په سیمه کې افغان سرحدي ځواکونه به هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې خاورې ته دننه شي یا خپل سري کارونه وکړي:

" په سرحدي سیمو کې زموږ ځواکونه مېشت دي زموږ ځواکونه به هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته دننه راشي زموږ ځواکونه مقاومت کولای شي."

له دې وړاندې د نازیانو ولسوالۍ څخه هم یو شمېر سیمه ییزو خلکو رسنیو سره دا اندېښنه شریکه کړې وه چې په یو شمېرغرنیو سیمو کې د دولت وسله وال مخالفین سړکونه جوړوي او د ډیورند کرښې ته نېږدې د پاکستاني ځواکونو پوستې افغان خاورې ته نېږدې شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG