د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ننګرهار: په تورخم کې فساد اوج ته رسیدلی


په تېرکې په وار- وار له تورخم څخه د فساد په اړه ځيني رپوټونه خپاره شول چې هلته په یو شمېر ادارو کې فساد اوج ته رسیدلی.

د دې موضوع د څيړنې په موخه درې اونۍ وړاندې د ولسمشرد ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار ولایتي ادارې تورخم ته یو پلاوی واستولو، ترڅو په تورخم کې د فساد په اړه پلټنه وکړي.

په دې پلاوي کې د ولایت مقام، ولایتي شورا، ملي امنیت، امنیه قومندانۍ، سرحدي پولیسو او څارنوالۍ څخه استازو په ګډون درلود.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکېل او د یاد پلاوي غړي ذبیح الله زمري وویل چې دوی د شپږو ورځو لپاره تورخم ته تللي و، ترڅو د فساد په اړه پلټنه وکړي.

دی وايي، د دوی اروزنې دا ښکاره کړه چې په تورخم کې فساد اوج ته رسیدلی او د ځينو ادارو په اړه مستند اسناد هم په لاس لري.

نوموړي وویل چې هلته زیاتره ادارې په فساد ککړې دي:

((یوازې د تورخم په سرحدي ښار ګوټي کې چې هلته موږ کمیساری لرو، په تېروڅلورو میاشتو کې دوه ځلي په حدود د اووکسانو تغیر او تبدیل راځي چې دا ښکاره کوي چې هلته فساد شته، بل په ګمرک کې فساد شته، په ټرانسپورټ کې په عینې شکل، په ښاروالۍ کې په مجموع کې هغه ادارې چې هلته شتون لري؛ په فساد کې ښکېلې دي.))

زمري ځيني بیلګې وښودې چې له مخې يې په تورخم کې فساد ته زمینه برابره شوې ده چې له هغې ډلې د تورخم په ګمرک کې له ډير وخت راهیسې د تلې خرابه ساتل او دارنګه د بندرولۍ ادارې نه فعالیت په ګمرکاتو کې فساد ته زمینه برابروي.

د ده په خبره که چېرې بندوالي فعاله شي، نو د فساد کچه به هم ورسره راښکته شي:

((بندروالي درې عمده ګټې لري یو کوم مالونه چې له بهره راځي دا مواد دلته تخليه کېږي او بیا له دې ځایه په افغاني ټرانسپورټ کې نورو سیمو ته ځي چې زموږ ټرانسپورټ لپاره هم کارپيدا کېږي، بل دا مواد دلته تشریح کېږي چې کوم جنس دی او هماغه جنس ته په کتو محصول کېږي چې عواید يې حکومت ته ځي او درېیم موټرې له سره بار کېږي او وزن په نظرکې نیول کېږي چې په دې سره په تلو کې هم د فساد مخه نیول کېږي.))

له دې وړاندې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم تورخم ته تللی و او له یو شمېر ادارو نه يې له نیږدې نه څارنه کړې وه.

دا چې د یاد پلاوي ارزونه چې د تورخم په زیاترو ادارو کې فساد موجود دی، څومره ريښتینۍ دی په دې اړه مو د ننګرهار والي نظر هم راواخیست.

نوموړي دا تایید کړه چې په ځينو برخو کې فساد و، خو په خبره يې هلته ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو کارونو کې شفافیت پيدا کړي:

((په تورخم کې چې زموږ مسولین دی که هغه د ګمرک دی، که د ښاروالۍ دې یا سرحدي مسولین دي هغو سره مې ناسته لرله او ورته واضیح پيغام ورکړچې که د فساد مخنیوی ونه شي پر وړاندې به يې جدي تصمیم ونیسو، د تلې په اړه مو یوه کمیسیون ته وظیفه ورکړې وه، هغوی معلومات راوړل یو سلسله مشکلات شته خو که فاصد خلک هرڅوک وي د هرچا خلک وي د فاصدو خلکو مخنیوی به کېږي انشالله په دې اړه به ډير ژر اقدامات کېږي.))

تورخم ته د تللي پلاوي په خبره که چېرې په فساد تورن کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي او هلته په ټولو ادارو کې د مسولینو په اړه له سره غور وشي او دا رنګه د بندروالۍ اداره فعاله او یو باصلاحیته کمیسیون په ګروپي ډول له تورخمه څارنه وکړي، نوپه تورخم کې به د فساد کچه صفر ته راټيټه شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG